افغانستان

د نیمروز والي: ایراني پوځیانو په افغان خاوره کې عملیات نه دي کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د نیمروز ولایت والي وايي، دی د دې ولایت د لومړۍ درجې مسوول په توګه د ایراني پوځيانو عملیات ردوي.

د نیمروز والي محمد سمیع تسل وايي، دا څرګندونې یو اړخیزې دي او نه پوهېږي چې له دې څرګندونو د ایراني پوځيانو هدف څه دی.

تېره یکشنبه د ایران سپاه پاسداران پوځيانو ته نږدې خبري اژانس «تسنیم» د دې پوځيانو د یو قومندان له خولې په افغان خاوره کې د عملیاتو خبر ورکړ.

تسنیم، د سپاه پاسداران د بهرنیو عملیاتو د ډلې «قدس» د یو قومندان محمد راماني په حواله ويلي و، چې خپل تښتول شوی تبعه يې په نیمروز کې د تښتوونکو له منګولو خلاص کړی دی.

د سرچينې په قول دا ایرانی تبعه څو ورځې وړاندې نیمروز کې لا درکه شو، چې دوه ورځې مخکې يې سوځېدلی موټر د نیمروز په یوه کلي کې پیدا شو او په لټون يې دوی عملیات پیل کړل.

د نیمروز والي وايي د دې خاورې ساتنه د دوی مسوولیت دی او په وینا يې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په افغان خاوره کې مداخله وکړي.

تېره ورځ ملي دفاع وزارت هم د ایراني پوځيانو د عملیاتو په اړه ناخبرې وښوده او په څنګ کې يې د اجازې په نه ورکړې ټینګار وکړ.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو سره په خبرو کې وویل، افغان پوله ساتي ځواکونه به بهرنیانو ته د مداخلې اجازه ورنه کړي.

د شنونکو په باور د ایراني پوځیانو څرګندونې چورلټ هم نه شي ردېدلی او د دې امکان شته چې افغان خاوره کې يې عملیات ترسره کړي وي.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند حکومت په داخل کې د څوکیو په وېش اخته بولي او په وينا يې ګاونډيان يې له کمزورۍ ګټه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

په داسی کار کی بریدکونکی دخبل برید څخه انکار کوی او برید چه په شوی هغوی ورباندی پرله پسی د برید کولو پړه اچوی ، مګر زمونږ هیواد کی دا خبره سرچپه ده ، بریدګر هیواد ورته له ډیر غروره وایی ما درباندی برید کړی مګر دا بلواکه هیواد وایی نه نه ، تاسی برید نه دی کړی ، لکه په څپیړه وهل شوی چه له څپیړو وهلو انکار کوی . د ایران او پاکستان د دی بریدونو او د کابل د پلواکو انکار څه معنی لری ؟ لمړی: دوی د خبلو جیبنو ډکولو په غم کی دی په دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x