افغانستان

غني: د پوهنې نصاب دې د اړتیاوو مطابق تیار کړل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ارګ رسمي پاڼه د ولسمشر غني په حواله وايي، چې د پوهنې وزارت اړوند نصاب باید د اړتیاوو مطابق اماده شي.

نوموړي چې د بشري قواو جلسه کې خبرې کولې وویل، د پوهنې ښه توب، معیارې کېدو او څرنګوالي ته باید جدي پام وشي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې زموږ ښوونیز نصاب جدي بیا کتنې ته اړتيا لري.

د امریکا د یرغل له پیله تر اوسه څو ځلې ښوونیز نصاب بدل شوی دی، چې ډېری وخت د علمي اړتیاو پر ځای د فکري بدلون لپاره پکې کار شوی دی.

که څه هم ولسمشر غني اوسنۍ اړتیاوې یادې نه کړې، چې باید په نصاب کې په پام کې ونیول شي، خو ګمان کېږي چې په تدریسي کتابونو کې به د ديني او ملي تاریخ د جګړو په اړه وضاحت پاتې برخې هم حذف شي.

د ښوونیز نصاب د بدلون په برخه کې هڅه شوې، د نبوي سیرت د غزاګانو برخې او د افغان ملي تاریخ حماسې حذف شي او پر ځای يې تر اسلام وړاندې افغان تاریخ او د هغوی د معبودانو په اړه معلومات وړاندې شوي.

د ګډ حکومت مشر په داسې حال کې د پوهنې په برخه کې د ډېر کار ژمنه کوي، چې لا هم دغه وزارت د سرپرست له لوري اداره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x