د بدخشان ناورین ځپلې سېمه څرنګه ډله یېز قبر شو؟! – ځانګړی راپور

نن ټکی آسیا: افغان چارواکو اعلان وکړ، چې د بدخشان د ناورین ځپلیو د ژغورنې او له خاورو څخه د مړیو د را ایستنې په پار پیل شوي عملیات تم شوي او ډېر ژر به ناورین ځپلې سېمه د ډله یېز قبر په نوم اعلان شي.

د ولسمشر د دوهم مرستیال کریم خلیلي د دفتر رئیس عباس بصیر په وینا،که څه هم د دغې حادثې د تلفاتو کره شمېره لا هم څرګنده نه ده ، خو په بدخشان کې په همدې موخه ګومارل شوي ولایتي کمیسیون مرستیال ولسمشر ته په سپارل شوي ګزارش کې راغلي، چې تر دې مهاله ۲۵۵ کسان تر خاورو او خټو لاندې شوي او یوازې د دوو مېرمنو جسدونو له خاورو څخه را ایستل شوي دي.

له دې وړاندې د بدخشان والي شاه ولي ادیب رسنیو ته ویلي ول، چې په دې ناورین کې ۲۵۰۰ کسان ورک دي او دوو نړیوالو مرستندویو مؤسسو هم ورته خبره کړې وه او زیاته کړې يې وه، چې د دوی پلټنې ښيي، چې د تلفاتو شمېر ۲۷۰۰ کسانو ته رسېږي.

له دغو څرګندونو لږ وروسته د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار د فرانسې خبري اژانس ته وویل: « هغه لومړي ارقام چې موږ مخکې اعلان کړي ول، موږ د سېمي له اوسېدونکو څخه ترلاسه کړي ول؛نه له خپل مسلکي ټیم څخه. اوس زموږ پلټنې جوتوي، چې ښايي د تلفاتو شمېر له ۵۰۰ څخه لوړ نشي.»

عباس بصیر وایي، ښاغلی خلیلي چې د کابینې له یو شمېر غړیو سره له سېمي څخه لېدنه وکړه، ورسره جوخت خوراکي توکي،د څښاک اوبه ، کمپلې او درمل هم سېمي ته رسېدلي او په شاوخوا سېمو کې د ورته حادثو د مخنیوي په غرض لازم اقدامات پورته شوي.

تش لاسي هڅې:

د بدخشان والي شاه ولي ادیب بي بي سي ته ویلي، چې له تېرې ورځې راهیسې، له خاورو څخه د مړیو د را ایستلو چارې پيل شوې.

نوموړی اعتراف کوي،چې خلک په خپلو بېلچو او کلنګونو لګیا دي او له خاورو او خټو څخه د خپلو مړیو د را ایستلو هڅه کوي، خو خلک کم او توان یې هم محدود دی او باید د ژغورني تهجیزات او وسایل ورته ورسول شي.

د بدخشان والي : «موږ وړمه ورځ د حادثې ځای ته ورغلو، د سیمه یېزې شورا له مشر او خلکو سره مو خبرې وکړې، هغوی راته وویل، چې ۲۵۰۰ کسان تر خاورو لاندې دي. موږ وتوانېدو، چې یو څو یې پيدا او له خاورو را وباسو. »

سلګونه، بې سرپناه کورنۍ :

په شمال ختيځ کې د خوړو د نړیوال پروګرام د سیمه یېز دفتر مسؤل نجیب الله رحماني وايي، چې موږ له شاوخوا ۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکیو مرسته وکړه او دا چاره به یوه اونۍ نور هم دوام ولري. د مهاجرت نړیوال سازمان او سره صلیب هم خپلې له ناورین ځپلیو کورنیو سره مرستې کړې دي.

د دغه سازمان چارواکي وايي، چې د هغو خلکو ترڅنګ چې تر خاورو لاندې شوي دي، ۷۰۰ نورو کورنیو خپلې مېني او استوګنځي له لاسه ورکړي.

“مرلین”بریتانوۍ مؤسسه چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په بدخشان کې د ماشومانو د ملاتړ له دفتر سره په ګډه په کار بوخته ده او په دغه ولایت کې د بېړنیو مرستو رسولو لپاره چارې ترسره کوي؛ وایي ، چې په بدخشان کې ۳۰۰ کورنۍ په بشپړه توګه تر خاورو لاندې شوي دي او د ځمکې د ښویدنې د تلفاتو شمېر هم ۲۷۰۰ کسانو ته رسېدلی.

“… ټول مړه ول”

په بدخشان کې د مرلین مؤسسې د پروګرام مشر عبدالقدیر بقاخېل بي بي سي ته وویل : «موږ له یو شمېر ډاکترانو او پنځو امبولانسونو سره سېمي ته لاړو. د درملنې لپاره مو هېڅ ټپي ونه موند؛ځکه ټول مړه ول. یوازې پنځه شپږ کسان، چې هغه هم سر سري ټپیان شوي ول،مو تداوي کړل. اوس په پام کې لرو، چې په سېمه کې یو کلینک پرانیزو. »

د ځمکې ښوېدلو دا پېښه په آب باریک کلي وړمه ورځ – د جمعې په ورځ- رامنځته شوه . د چارواکو په وینا ، په دغه کلي کې کابو زر کورنۍ مېشتي وې، چې دا مهال ټولې یا له خاورو سره خاوري شوې دي او یا تر خروار خاورو لاندې خښ شوي.

څومره او څرنګه مرستو ته اړتیا ده؟!

د بدخشان د والي او د سېمي پاته خلک، چې اوس ټول په دښتو او خېمو کې ژوند کوي، وایي ، دوی تر هر څه وړاندې خوراکي توکو،سر پناه، درمل، د څښاک اوبو او په لنډه توګه لومړنیو موادو ته سخته اړتیا لري او بیا باید په تدریج سره نورې مرستې هم ورته ورسول شي.

له ناورین ځپلیو سره، په کور دننه او بهر غمرازي:

تر اوسه پورې په هېواد کې دننه د ولسمشر کرزي او ګڼ شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو سربېره، طالبانو هم پر دې ناورین ژوره خواشيني څرګنده کړې او د مرستو رسولو په چارو کې يې د هر راز همکاري او خوندیتوب ډاډ ورکړی.

همدارنګه د افغانستان جمعیت اصلاح ګوند هم د هېواد له ګوټ – ګوټ څخه د مرستو د را ټولولو او له ناورین ځپلیو سره د خواخوږۍ لپاره د کمپاین پیلولو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې ډېر ژر به را ټولي کړې مرستې د بدخشان تر اړمنو او مستحقو کورنیو پورې ورسوي.

همدارنګه د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د ایران ولسمشر دکتور حسن روحاني د بدخشان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او دا یې یوه ستره انساني فاجعه بللې.

د هېرولو نه ده، چې د وزیرانو شورا له پریکړې سره سم، نن یکشنبه په ټول هېواد کې د ملي ماتم ورځ ده او په دې سربېره په نورو هېوادونو کې هم د افغانستان په نمایندګیو او استازولیو کې د افغانستان بیرغ نېم ځوړند شوی دی.

مجازي خواخوږۍ:

باید وویل شي، چې د بدخشان په دې ناورین د خلکو ، مشخصو جهتونو او چارواکو سربېره،په خواله رسنیو، په ځانګړې توګه په فېسبوک او ټویټر کې هم ګڼ هېوادوال خواشیني دي او اکثرو یې (بدخشان، در غمت شریکیم!) شعار پر خپلو پروفایلونو لګولی او ځینو نورو بیا په خپلو پوسټونو کې د تورو په ژبه ، د بدخشان پر ناورین ژړلي .

له ښه مرغه وایو، چې په دې ناورین د نن ټکي آسیا خپلواکې خبري او سیاسي ویب پاڼې اداره هم غلې نه ده پاته شوې او د خپلو همکارانو په مټ يې تر وروستي بریده پر دغه ناورین خواخوږي څرګنده کړې او په همدې تړاو یې د لیکوالو او هېوادوالو د توجه را جلبولو په پار په ویب پاڼه کې ځانګړې پاڼه پرانستې، چې غېږه یې په دې ناورین د هر خوږمن زړه د تشولو لپاره خلاصه ده.