افغانستان

نظرمحمد مطمئن: د ولس په مرسته به د سولې هڅو ته ادامه ورکوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): کابل میشتې لیکوال او د سولې لپاره فعال نظرمحمد مطمئن پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې په نوي کال ۲۰۱۸ کې به د ولس په مرسته د سولې لپاره هڅې جاري ساتي او په لومړیو شپږو میاشتو کې امید لري چې مثبت لور ته بدلون وویني.

نوموړی چې څه موده تر مخه د خپل فعالیت او د سولې په برخه کې پر حکومت د نیوکو له امله نیول شوی وو، د بند څخه د خلاصون وروسته یې بیا هم فعالیت پيل کړی او د سیاسي ناستو تر څنګ یې په تلویزوني پروګرامونو کې ګډون کوي.

نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه په یوه تازه لیکنه کې وویل چې تېر کال هغه وخت چې ددوی هڅې مثبت لورې ته روانې شوې، د سولې ضد کړیو او خنډ جوړونکو یې زغم له لاسه ورکړ او دوی ته یې ځیني ستونزي جوړي کړې.

مطمئن پر افغان ځوانانو غږ کړی چې د سولې پر وړاندي ستونزو ګاللو ته چمتو اوسي او په ټولو هغو سیاسي هلو ځلو او غونډو کې فعاله ګډون ولري چې د سولې لپاره جوړیږي.

نوموړي همداراز ویلي چې دوی توانیدلي په دې وروستیو کې د سولې لپاره فعالان په ګډه کار کولو ته اماده کړي او لا یې هم هڅه روانه ده.

مطمئن ویلي چې یو ځل بیا امریکا غواړي خپل جنرالان د جګړې په ډګر کې وازمويي خو د افغان ولس قوي هوډ به هغوی د پخوا په څېر د ناکامۍ سره مخ کړي.

نوموړي بیا هم ټینګار کړی چې تر څلویښت کلنۍ جګړې وروسته سوله اسانه نه ده، ډېر وخت او قربانۍ به وغواړي.

د مطمئن بشپړه لیکنه لاندي لوستلای شئ:

د سولې د هڅو دوام او د ولس مرسته / نظرمحمد مطمئن

درنو ملګرو او دوستانو!‏

د زړه له کومې سلامونه درته وایم، ښې پيرزوینې مې ومنئ.‏

له ۲۰۱۰ ز. کال را په ديخوا د سولې برخه کې مو منډې کړي، له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې مو د سولې د ارمان په موخه بېلابېلو هیوادونو ته ‏سفرونه وکړل، له کورنیو او بهرنیو د افغان جګړې او سولې دخیل اړخونو سره مو لیدنې وکړي.‏

زموږ د سولې فعالو ملګرو د ۲۰۱۶ کال په اخر او د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې محسوس پرمختګ درلود. له خپلو هڅو خوشاله وو، د سولې برخه کې ‏امیدونه مو زیات شوې وو.‏

له بده مرغه چې د ۲۰۱۶ کال نومبر میاشت او بیا د ۲۰۱۷ کال د اګسټ میاشت کې د سولې ضد کړیو او خنډ جوړونکو زما او ملګرو په وړاندي زغم له ‏لاسه ورکړ، موږ ته یو لړ ستونزې جوړې شوې. ‏

لا هم د سولې مخکې بلا ډیرې ستونزې شته چې موږ یې باید په حوصله سره زغم ولرو، او ستونزې وګالو.‏

ډیر ځله مې په ځینو مجالسو کې ملګرو ته ویلي و چې د ۲۰۱۷ تر پای پوري لا هم د سولې کاروان کې هر ډول ملګرتیا او قرباني ته تیاری لرم. ‏

دادی ۲۰۱۷ کال پای ته ورسیدی، ولي زموږ باعزمه مسلمان افغان ولس د اور په تنور کې سوزول کیږي، د جګړې تنور ګرم شوی، او لا هم د دي ‏تنور د ګرم کیدلو لپاره د افغان ځوانانو جسدونه د اور تنور ته غورځول کیږي.‏

سوله اوږد مزل دی، اسانه کار نه دی، په دي لاره کې ستونزو ګاللو ته باید افغان ځوانان چمتو وي.‏

یوه هیله بخښونکی حرکت چې زه او زما نږدې ملګري د۲۰۱۷ کال په وروستیو میاشتو کې ورسره مخ شوو، د سولې برخه کې موږ د بېلابېلو ډلو او ‏سولې فعالو حرکتونو استازو سره غونډې درلودلې، ټولو دا تشه حس کړي وه، چې باید د سولې برخه کې په ګډه کار وشي، په همدې کې لږ ‏پرمختګ وشو، او لا هم هڅه روانه ده.‏

په زړه پورې او هیله بخښونکي د سولې اړوند غونډه زما لپاره د ۲۰۱۷ کال وروستي ورځ وه چې موږ د سولې ځینو مشهورو فعالو پکې برخه درلودله، د ‏افغان حکومت له مهمو کسانو مو ځینې واضح او روښانه څرګندونې واوریدي، هغوی په دي ډیر زیات ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره اراده او تعهد ‏لري، او د عملي سولې میدان ته ننوتل غواړي.

ډیر داسي څه وویل شول چې ګډونوالو ته هیله بخښونکې ښکاریدل، زه امید لرم چې هغوی به خپلو ‏خبرو ته عملي جامه ور اغوستلو کې سُستي ونه کړي.‏

داسي ښکاري چې امریکا یو ځل بیا هم خپل جنرالان د جګړې په ډګر کې ازمویې، د افغان ولس قوي هوډ به د امریکا جګړه غوښتونکې جنرالان د ‏پخوا په ډول له ناکامي سره مخ کوي ان شاء الله. او داځل به هم د پخوا په ډول د امریکا جنرالان او د ټرمپ د جګړې تګلاره بیا ځل د جګړې په ډګر ‏کې خپل امریکایې ولس ته ناکام ثابتیږي ان شاء الله ، موږ اوس او بیا په امریکایانو ږغ کوو چې د جګړې پر ځای د سولې لاره خپله کړي.‏

ددې لپاره چې هیواد مو یوې بلې لویې غمیزي ته د ننوتلو په درشل کي دی، زه په ټولو ملګرو او دوستانو او د سولې غوښتونکو افغانانو باندي ږغ کوم ‏چې د سولې برخه کې زموږ سره ودریږي، زموږ ملاتړ د پخوا په شان جاري وساتي، او د سولې برخه کې قرباني ورکولو ته چمتووالي ولري.‏

زه له خپلو دوستانو غواړم چې د جګړې کمولو او پای ته رسولو کې هر یو مسؤلیت لري، او باید له خپل مسؤلیت څخه تیښته ونه کړو. ‏

د سولې برخه کې ستاسي ملاتړ، ستاسي مثبت او رغنده نظرونه او په دي برخه کې په غونډو کې ګډون او ستاسي زیاتې مرستې ته سترګې په لاره ‏یو.‏

قدرمنو! سوله اسانه نه ده، زموږ هیواد کې ۴۰ کاله جګړه شوې، اوسنۍ ۱۷ کلنه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې د دوی په وړاندي اوږد او تاریخ ‏جوړونکی د افغان ولس مقاومت دی، جریان لري. د سولې لپاره موږ ډیر وخت او ډیرې قرباني ته، دا رنګه لوړې حوصلې او ډیر زغم ته اړتیا لرو. ‏

د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې موږ امید لرو چې یو محسوس بدلون وګورو، له ښکېلو لورو هم هیله کوو چې د مثبت بدلون په اړه فکر ‏وکړي، که مو پدي برخه کې پرمختګ ولارو او یا داچې په دې برخه کې مهم او لوی خنډونه به کوم وي، په وخت سره به یې ستاسي دوستانو سره ‏شریک کړو.‏

زموږ ګردو ملګرو لپاره ځانګړې دعاوي کوئ، چې الله ج موږ له انحراف، معاملې او ناسمو کړنو څخه وساتي.‏

نظرمحمد مطمئن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپی

قدرمنو لوستونکوسلامونه. سوله داسي یونعمت دي چي دهر ژوي دژوندګاڼه ګرزیدي شي خووګوره چي سولي ته ولي اړتیاده اودمنځه وړلوعاملونه یي څه دې. زمونږپه ګران هیوادافغانستان کي سوله ایزژوند دچالخواء ګډوډشوو. جواب جوت دي چی دصلیبی یرغلګرولخواء پس سوله هم دهغوپوري غوټه کیږي هرکله چي يرغلګر دپخوانیوزبرځواکونوپه څیرخپلي غوټې وتړي اوزمونږدمجاهدي خاوري څخه پښي سپکي کړي سوله پخپله راځي خوددي لپاره سرښندنوته اړتياده په سوال اوزارونه کیږي. زماښه په یاددی چي کله دافغانستان اسلامي امارت دصلیبیانودیرغل په ماجه کي نسکور شوونودامریکي ددفاع وزیررمزفیلډ په خبري غونډه کي ژورنالستانوته وویل چي مونږالقاعده اوطالبان په یوه قبر کي ښخ کړل دده سره… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

رحمان بابا وایی [ چه غوټی پسی وهی په لاس به درشی چا ویل چه په دریاب کی ګوهر نشته] . همدارنګه وایی [ در دریا در منافع بی شمار است اګر خواهی سلامت در کنار است ) په لمړی شعر کی رحمان بابا مونږ ته د هیلو او امیدو دروازه پرانیستلی مګر هلو ځلو ته پکی اړه ده او د هلو ځلو سره ستونزی ملګری دی مګر د ستونزو اخره کی لاسته راوړنی ( ګوهر ) خامخا تر لاسه کیږی . یوه عربی منقوله هم ده وایی [[ من طلب فقد وجدا ]] د هغه څّه پسی چه ګرځی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x