افغانستان

د ټاکنو کمیسیون د کاغذي تذکرو له مخې رایې کارتونه ویشي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو کمیسیون مسوولین وايي دوی به د راتلونکو ټاکنو لپاره رایې کارتونه د کاغذي تذکرو له مخې وویشي.

د دوی په خبره د برېښنايي تذکرو ځنډ دا په ډاګه کوي چې د ټاکنو تر ټاکل شوې نېټې پورې به دا تذکرې په ټول هېواد کې ونه ویشل شي.

ټاکل شوې وه، پرون – دوشنبه – د ولسمشر او اجراییه رییس له لوري د برېښنايي تذکرو په اخیستو سره به د دې تذکرو وېش رسماً پیل شي.

د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې د ولسمشر «بوختياوې» پلمه کړې او په ډاګه يې کړه چې د دې تذکرو د وېش کره نېټه به پخپله ولسمشر ټاکي.

تر دې وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم روانه اوونۍ د برېښنايي تذکرو د وېش اوونۍ بللې وه او د برېښنايي تذکرو ادارې يې دقیقه نېټه په ګوته کړې وه.

که څه هم دغه اداره د ولسشمر بوختياوې پلمه کوي، خو ځينې سرچينې يې لا هم د تذکرو په اړه ناندرۍ د دې تذکرو د وېش پلمه بولي.

د ټاکنو کمیسیون مسوولین وايي د برېښنايي تذکرو وېش په ټاکنیز شفافیت کې کارنده مرسته کولی شوای، خو ښکاري چې د ټاکنو تر نېټې به هم د تذکرو وېش بشپړ نه شي.

دا په داسې حال کې دی چې شنونکي د ولسمشریزو تېرو ناندریزو ټاکنو ته د ولس باور خوړلی بولي او د برېښنايي تذکرو دقیق وېش د ټاکنو د شفافیت په برخه کې یو اغېزمن ګام بولي.

ټاکل شوې راتلونکې ټاکنې به د ۱۳۹۷ لمریز کال په چنګاښ میاشت کې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x