افغانستان

کابل: چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کابل د پغمان ولسوالۍ مربوط د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په باغ داود سيمه کې د پوليسو په رينجر موټر چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، په چاودنه کې درې پوليس سخت ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، چاودېدونکي توکي د پوليسو په رينجر موټر کې ځای پر ځای شوي و، چې له کبله يې ياده پېښه رامنځته شوې ده.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، په دغې چاودنه کې يو پوليس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسئوليت طالبانو په غاړه نه دی اخيستی.

خو تر دې مخکې يې د کابل ښار په ځينو سيمو کې په دولتي ځواکونو، پوليسو او چارواکو ورته چاودنې او چريکي بريدونه ترسره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x