غزني: د وسله والې غلا په تور شپږ پوليس نيول شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د غزني امنيتي مسئولین وايي، د قره باغ او ګيلان ولسواليو په مربوطاتو کې يې د وژنې او غلاوو په تور د شپږو پوليسو په ګډون اته کسان نيولي دي.

د غزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان رسنيو ته وويل: دغو پوليسو د کابل- کندهار پر لويه لاره د خلکو په وژنو، غلاوو او ځورونو کې لاس درلود، زياتوي په دوی کې دوه عام کسان او شپږ پوليس دي.

د هغه په وينا، له يادو کسانو څخه دوه موټرې او دوه ميله وسله چې په غلاوو او قتلونو کې يې ترې استفاده کوله هم تر لاسه شوي دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکی عزت الله وايي، دغو پوليسو د پيسو د نه ورکړې له کبله يو تن د تېرې جمعې په ورځ په ډزو وواژه.

نوموړي وويل، ډيری وخت په لویو لارو کې پوليس خلکو ته ستونزې جوړوي عامو خلکو او مسافرو نه په زوره پيسې اخلي او د نه ورکړې له کبله يې په مرګ ګواښي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پوليس په غلاوو او قتلونو کې په لاس لرلو تورنېږي، بلکې تر دې مخکې هم په لويو لارو او ځينې ولسي سيمو کې محلي پوليس او د لويو لارو ساتونکي امنيتي کسان په نا امنۍ، غلاو، او د عامو خلکو په زورونه تورن شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د