fbpx
afghan md

طالب ضد تبلیغات ژورنالیستک مصداقیت نه لري

له څو وروځو راهیسې د ځینورسنیو له لوري د طالبانو خلاف پروپاګنډې زور اخیستی
ځیني یې لیکې چې د طالبانو د پوځي کمیسون مستعفي مشر ملا قیوم ذاکر دپاکستان د استخباراتي شبکې په دستور له خپلې دندې لیري کړای شوی ، ځیني یې په پاکستان کې دهغه د نیول کیدو خبرونه خپروي او ځینی یې دطالبانو په منځ کې د داخلي اختلافاتو رپوټونه نشروي.
دا تبلیغات له تیرو څو ورځو راهیسې په منظم ډول د یوشمیر کورنیو رسنیو له خوا په کار اچول شوي دي.
د دغو تبلیغاتو وروستۍ کړۍ نن د پژواک خبري اژانس لخوا هم نشر شوه چې ورکې ویل شوي وه:”د ملا عمر ورور د طالبانو نظامي قوماندان ټاکل شوی”.
پژواک خبري اژانس یاد خبر د دوی په باور د یوې موثقې سرچینې په حواله نشر کړی او د رپوټ په جزئیاتوکې ځیني نورهم داسې توري کښلي دي چې پر مسلکي اجرائت یې استخباراتي دستور ډیر غالب ښکاري.
په صحافتي فعالیت کې خبري مصداقیت او ناپلویتوب د ژورنالیزم اساس او بنسټ بلل کیږي او کله چې کومه رسنۍ دغه اصل له پامه غورځوي له هغه سره یوځای یې ژور نالیستیک حیثیت هم د خلګو له پامه لویږي او بیا ورته د خبري رسنۍ پرځای د اجرتې وسیلې په توګه کتل کیږي.
د طالبانو خلاف پروپاګند د ځینو رسنیو وظیفوي مجبوریت دی ، خو د پژواک غوندې معتبرې رسنۍ لپاره د هیښتیاوړده چې هغه څرنګه د داسې خبرونو نشرولوته زړه ښه کوي چې خپله د خبر ورکولو منبع یې هم په مصداقیت اوریښتیاوالي باور نه لري.
د تخنیکي پرمختګ له برکته نن سبا د نشراتي فعالیت لپاره هرچاته زمینه مساعده او مونږ وینو چې اوس مو په هیواد کې د غږیږو، انځوریزو، او چاپي رسنیو ښه پریماني ده .
د دغو رسنیو له منځه یې ډیری هغه د تنظیمي، قومي، سمتي اولساني معیارونو په لحاظ خپرونې کوي ، خو ځینې نورې بیا له د غو ټولو ملحوظاتو پرته یواځې د ژورنالیستیک اصل پر اساس فعالیت کوي چې له همدې کبله یې تر ډیره بریده خلګ په خبري مصداقیت هم باور کولای شي .
كه هغوی نورهم وغواړي په ټولنې کې خپل صحافتي حیثت خوندي وساتي نو ورته په کارده چې د دستوري فرمایشاتو په ځای مسلکي معیارونه خپل او له دې لارې په بي پري توګه د ټولنې اساسي خدمت وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د