افغانستان

اجراييه ریاست پر پاکستان د امریکا د فشار لازیاتېدو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): اجراییه ریاست وايي له امریکا غواړي چې پر پاکستان لا هم فشار ډېر کړي.

د دې ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي پر پاکستان باید تر هغو فشارونه راوستل شي، چې د «تروریستانو» له ملاتړه لاس واخلي.

میثم له ازادي راډيو سره خبرو کې ويلي، اجراییه ریاست له امریکا نه غواړي چې پر پاکستان فشار نور هم ډېر کړي.

د هغه په خبره تر څو چې دې هېواد د «تروریستانو» له ملاتړه لاس نه وي اخیستی، افغانستان کې امن نه شي راتللی.

اجراییه ریاست دا غوښتنه وروسته له هغه کوي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ پاکستان د «تروریستانو» ملاتړی وباله او ويې ویل چې موږ د پاکستان له لوري پرلپسې غولول کېږو.

ټرمپ ویلي، هغه «تروریستان» چې موږ يې په افغانستان کې په لټه یو، په پاکستان کې پټ دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د امریکا د دې څرګندونو ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې باید پر پاکستان فشار راوړل شي.

د کرزي مطبوعاتي سرچينو د هغه پر رسمي پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ويلي، چې دوی پرلپسې دا تکرار کړې چې د «تروریستانو» ځالې له افغانستانه د باندې دي.

کرزي ویلي امریکا ایله هغه خبره وکړه، چې له کلونو راهیسې يې افغانان تکراروي.

د ټرمپ د څرګندونو پر وړاندې پاکستاني اړخ توند غبرګون ښوودلی او ځان يې له دې تورونو پاک بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ويلي، هېواد يې له امریکا خیرات نه دی غوښتی، بلکې په مقابل کې هغوی هم خپلې ګټې تر لاسه کړې دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، نوموړي نن د وزیرانو شورا غونډه ور بللې وه او د ملي امنیت شورا د غونډې هوډ هم لري.

خواجه اصف پرون، د امریکا سفیر هم ور غوښتی و او د ټرمپ په نامه يې یو احتجاجي لیک ور سپارلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx