کوټه: کچلاک ته څېرمه د بليلي پر امنيتي ځواکونو سرتیری برید شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټي او کچلاک سيمو په منځ کې د امنيتي ځواکونو پر هغه ټولۍ سرتيری بريد شوی چې په سيمه کې يې تلاشي کول.

د پاکستاني رسنيو په وينا بريد د دوو تنو سرتيرو بريد کوونکو له لوري شوی.

ځايي رسنۍ وايي د بريد په پايله کې د بريدګرو په شمول ۴ د ایف سي ځواکونو سرتيري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د بريد مسؤليت تحریک طالبان پاکستان ډلي منلی.

د تحريک طالبان پاکستان ډلي وياند محمد خراساني رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي چې په بليلي سيمه کې د تلاشۍ پر ځنځير (اسماعيل) نومي شخص سرتيری بريد کړی.

د خراساني په وينا د بريد له امله تر ۲۰ تنه ډېر امنيتي سرتيري وژل شوي.

دا مهال د سیمي واک له امنيتي ځواکونو سره دی او چاته د تګ را تګ اجازه نه ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د