نړۍ

نيکي هيلي: امریکا د دوه مخې لوبې له امله پر پاکستان مالي مرستې بندوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې نيکي هيلي ويلي، چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې له امریکا سره دوه مخې لوبه کوي او واشنګټن پرېکړه کړې، چې پر پاکستان مالي مرستې بندې کړي.

نيکي هيلي دا څرګندونې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو څرګندونو يوه ورځ وروسته کړي، چې پاکستان يې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی و او ويلي و، چې امریکايي چارواکو پاکستان ته ميلياردونه ډالر ورکړي او دا کار يې حماقت بللی و.

نيکلي هيلي په نيويارک کې رسنيو ته ويلي، چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ او له امریکا سره دوه مخې لوبه کوي.

د امریکا سفيرې زياته کړې، چې امریکا پر پاکستان ۲۲۵ ميليونه ډالره مرسته بندوي او لامل يې هم ټولو ته روښانه دی، چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې له امریکا سره دوه مخې لوبه کوي.

نيکي هيلې په ډېره څرګنده ژبه پر پاکستان تور لګولی، چې «پاکستان په ظاهره له موږ سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې ملګری دی، خو د پردې تر شا بيا وسله وال رالېږي او په افغانستان کې زموږ پوځيان وژني، چې دا کار نور زموږ لپاره د منلو او زغملو وړ نه دی.»

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، چې امریکا پاکستان ته له درې ديریش ميلياردو ډالرو ډېرې مرستې ورکړي، خو پاکستان يې په مقابل کې له چل، فریب او درواغو پرته څه نه دي ورکړي.

د ټرمپ د ټويټ په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د امریکا سفير ډيويډ هيل ورغوښتی و او د ټرمپ د ټويټ په اړه يې ورته احتجاج کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف په تونده لهجه د امریکايي ولسمشر تورونه رد کړي او ويلي يې دي، چې امریکا د دې تورونو په مرسته غواړي، چې افغانستان کې خپله ناکامي پټه کړي.

خواجه اصف دا هم ويلي، چې امریکا نشي کولی، چې د خپلې ماتې پړه پر بل چا واچوي او ډېر ژر به ټولې نړۍ ته د حقیقت او فرضي خبرو اندازه ولګېږي.

د ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د ملي امنيت شورا غونډه رابللې او د امریکايي چارواکو د تورونو او منفي څرګندونو په اړه يې بحثونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x