افغانستان

ننګرهار: پنځو امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال یو امریکايي عسکر وژل شوی، څلور نور ټپیان دي.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو د رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې منل شوي چې پېښه تېره دوشنبه په ننګرهار ولایت کې را منځته شوه او ددوی یو عسکر ووژل شو، څلور ټپيان شول. چې په وینا یې دوه ټپیان سرسري او دوه یې اوس هم تر تداوي لاندي دي.

د خبرپاڼې سره سم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان پر دغه پيښې ژوره خواشینې څرګنده کړې او ټپيانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا امریکايي ځواکونو د طالبانو پر ضد په عملیاتو کې برخه اخیستنه پیل کړې او د شپې مهال یې د چاپو تر څنګ په بمباریو کې هم زیاتوالی راغلی دی، خو د امریکایانو په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دغه پيښه په دقیقه توګه کله او د چا سره په جګړه کې را منځته شوه.

په کال ۲۰۱۸ کې دا لومړی امریکايي سرتیری دي چې وژل کیږي او یا په وژلو یې امریکايي رسمي سرچینې اعتراف کوي.

د پژواک اژانس د راپور سره سم تېر کال بهرنیانو د ۱۷ عسکرو وژنه منلې وه چې په هغو کې ۱۵ یې امریکايي عسکر وه. خو طالبانو په کال ۲۰۱۷ کې د ۲۸۹ وژل کېدو خبر ورکړی وو او ۱۲۴ یې نور ټپيان بللي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x