شعـــــرونه

درانه څاڅکي / نظام کندهاری

شاعر: نظام کندهاری

درانه څاڅکي د اوښکو پر بڼو کوي اثر
خمار د خوږې مينې پر لېمو کوي اثر

هر زړه به هم راويښ د “يا قربان” په نغمو نشي
له عشقه چې خبر وي پر هغو کوي اثر

نرګس به په رنځورو سترګو ولي نه ژړيږي ؟
حتمًا د بلبل ساندې پر غونچو کوي اثر

زخمونه مې چې خيال ستا د يادو په ګوتو سپړي
درمل د صبر کله پر دردو کوي اثر ؟

له روح سره تړلی يې وي پنډ د ارمانونو
تر عرشه يې چې وړي پر پرښتو کوي اثر

غاټول يې له هر څاڅکي راټوکيږي چې رالويږي
باران د ګرمو وينو پر دښتو کوي اثر

د زړه شمه چې بله شي لمبې يې بې څه نه وي
نظامه د غفلت پر تورو شپو کوي اثر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x