افغانستان

مجاهد د کورنيو چارو د وزارت اعلاميه رد کړه

نن ټکی اسيا: نن يکشنبه د کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د پوليسو او امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو د هيواد بېلا بېلو سيمو کې ۲۰ طالبان وژل شوي، دوه ټپيان او درې يې ژوندي نيولي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کورنيو چارو وزارت پورتنۍ اعلاميه په سختو ټکو رد کړې او دا یې د  افغان حکومت وارخطايي بللې، چې پر بې بنسټه خبرونو ځان او خلک خطا باسي.
مجاهد زياتوي، چې د کورنيو چارو وزارت اعلاميه دتېر په څېر بې اساسه ده او د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د دوی ملګرو او پلويانو د پام وړ کوم زيان نه دی اوښتی.
اعلاميه زياتوي، چې ملي اردو، پوليس او نور امنيتي ارګانونه ولسي خلک وژني او ځوروي او بيا ېې د طالبانو په نوم رسنيو ته خپروي.
مجاهد وايي، چې د کورنيو چارو وزارت د اعلاميې بر عکس د دوی نظامي ملګرو د هيواد په بېلا بېلو سيمو کې پر بهرنيو او حکومتي عسکرو درانه وسلوال او بمي بريدونه کړي او ګڼو بهرينو او کورنيو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x