افغانستان

بلخ: نور د ملي امنیت له لوري د داعش جوړولو وېرې اخیستی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بلخ جنجالي واکمن عطامحمد نور په دې ولایت کې د ملي امنیت له لوري د ‏داعش پر جوړولو اندېښمن دی‎. ‎

هغه تېره ورځ په خبرو کې ملي امنیت په بلخ کې د وسلو پر وېشلو تورن کړی او په څنګ کې يې ټينګار وکړ، چې دی به په ‏پوره توان د داعش د نفوذ مخه ونیسي‎. ‎

عطامحمد نور هم د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر په څېر،په ډاګه کړه چې ملي امنیت د بلخ ولایت لپاره وسله وال د وزیر اکبر خان له ۱۵م سړک او ‏مېلمستونونو لېږي، چې عطامحمد نور يې دقیق ادرس ویلی او ويلي يې دي چې دا ځایونه د ملي امنیت اړوند دي‎. ‎

عطامحمد نور تر دې وړاندې هم ویلي و، چې حکومت غواړي د ده په لرې کولو سره په بلخ کې د داعش لپاره زمینه برابره کړي، ‏خو ده ټينګار وکړ چې نه پرېږدي «د بلخ پېغلې د داعشي وسله والو مینځې شي‎.»‎

عطامحمد نور چې وړاندې يې هم د حکومت په مهم تصمیمونو کې د شریکې هڅې دعوه کړې، لومړی مهم چارواکی دی چې ‏داعش حکومتي پروژه معرفي کوي او ان د جوړولو او وسله وال کولو جرړې يې په ګوته کوي‎. ‎

تر دې وړاندې ظاهر قدیر هم ویلي و، چې دی داسې اسناد او شواهد په لاس کې لري چې داعش د امریکا، پاکستان او افغان ‏استخباراتو ګډه پروژه ده‎. ‎

ملي امنیت د نور د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ويلي د نور دا څرګندونې شخصي دي او ‏هغه نور د یو والي په حیث نه شي غږېدلی‎. ‎

د دې ادارې وياندې منیرې یوسف زاده ويلي چې د دوی له لوري انجینر محمد داود د بلخ والي معرفي شوی او عطا نور واک نه ‏لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x