افغانستان

امريکايي قومندان: زموږ روزونکي به افغان عسکر د عملياتو شدت ته وهڅوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په منځني ختیځ کې د امریکا یو لوړپوړي قومندان تازه څرګندونو کې پر افغان عسکرو غږ کړی چې د دوی د مخالفینو پر وړاندې عملیاتو ته شدت ورکړي.

جنرال جوزیف ووټل اسوشيټېډ پریس اژانس سره خبرو کې ويلي، د دوی روزونکي به دا وړتیا ولري چې افغان عسکر په روان ژمي کې سختو عملیاتو ته پر شا وټپوي.

ووټل ویلي د دوی روزونکي به له خپلو افغان ملګرو سره د جګړو کرښو ته ځي او په وينا يې دا روزنه به د دې وړتیا ولري چې افغان عسکر تهاجمي عملیاتو ته وهڅوي.

دغه امریکايي قومندان وايي دوی د همدې پلان له مخې غواړي په افغانستان کې د اوږدې جګړې لوری بدل کړي.

ووټل په مرکه کې وړاندې ويلي، امریکا غواړي د جګړې د فصل چې عموماً طالبان پکې خپل پوځي عملیات اعلانوي، تر دې وړاندې جګړه سخته کړي او په وینا يې د جګړې ابتکار په لاس کې واخلي.

نوموړی په داسې حال کې د جګړې د توندېدو لپاره پر افغان عسکرو غږ کوي، چې تر دې وړاندې د ناټو عمومي منشي او همدارنګه د امریکا مرستیال ولسمشر هم ورته څرګندونې کړې وې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتېژي له مخې په افغان جګړه کې د امریکايي قومندانانو صلاحیتونه لوړ شوي او د شپنيو عملیاتو واک هم ورکړل شوی دی.

افغان حکومت د امریکا د جګړه ییزې ستراتېژي د هرکلي تر څنګ کله کله د سولې اړوند څرګندونې هم له رسنیو سره شريکوي، چې تازه يې راتلونکې میاشت کې «د کابل پروسې» ناستې خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x