افغانستان

مسیر: حکومت د ولس منځ کې نفاق اچوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د عطامحمد نور او ارګ تر منځ ناندرۍ پراخه شوې ښکاري او په دې جنجال کې د ولس شریکول د نفاق اچونې نوې هڅه بلل شوې ده.

له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې مسیر، په تازه ګڼه کې د حکومت له لوري په روزګان کې د عطامحمد نور پر ضد د خلکو مسلح کول د نفاق اچولو کوښښ بللی دی.

د ورځپاڼې په باور د ارګ او نور تر منځ ناندرۍ د جمعیت او ارګ تر منځ د قانون خلاف معاملو پایلې دي، چې ولس باید پکې شریک نه کړل شي.

مسیر وړاندې کاږي چې دا ډول هڅې نه یوازې چې دا ستونزه نه شي حلولی، بلکې «له دغه ډول کارونو د نفاق او قومي تعصب بوی راځي.»

سرچینه د روزګان اوسنی وضعیت د حکومت له لاسه بولي او پوښتي چې پر دې سربېره به روزګاني ځوانان د کوم منطق له مخې په دې لانجه کې د حکومت ملا وتړي.

«هغوی چې ارزګان یې په دوزخ بدل کړی، په کوم منطق ترې ارزګاني ځوانان دفاع کوي!؟ د څو ځوانانو له بې کارۍ، مجبوریت او غریبۍ څخه د خپلو شومو سیاسي موخو لپاره ناسمه ګټه پورته کول د ټولو اصولو خلاف کار دی. بیا چې کله دا چاره د افغانانو د نفاق او جدايۍ سبب کیږي، نو په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده.»

ورځپاڼه پخپل مطلب کې دا هڅه ناکامه بولي او په وينا يې اوس ولس بیدار شوی او د چا د شخصي ګټو قرباني نه شي کېدلی.

د مسیر په باور د ارګ او نور تر منځ ناندرۍ وړاندې هم د شخصي ګټو پر اساس رامنځته شوې دي او اوس هم د شخصي ګټو پر سر سره وران دي چې اسانه سره جوړېدلی هم شي.

مسیر لیکي : «دوی به بیا سره جوړ شي، معامله به وکړي، عطا محمد نور به څنګ ته شي او په بدل کې به یې څوکۍ او امتیازات واخلي. ولس دا هر څه ویني، له همدې امله هېڅکله د چارواکو او سیاستوالو تر منځ اختلاف، لانجو او ناندریو ته له قومي، ژبني او سمتي اړخه نه ګوري.»

عطامحمد نور بیا د ده پر وړاندې د خلکو مسلح کول د ملي امنیت کار بللی او دا هڅه يې د بلخ د نا امنۍ لپاره ګڼلې ده.

هغه له دې څرګندونو سره جوخت یادونه کړې چې د ده په موجودیت کې به بلخ کې داعش جوړېدو ته پرې نه ږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x