افغانستان

کابل: «د کابل پروسې» غونډه راتلونکې میاشت کې کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کابل پروسې دویمه ناسته به راتلونکې میاشت پلازمېنه کابل کې ترسره شي.

د دې وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د امریکا له سفیر جان بس سره په خبرو کې وویل، هڅه به وکړي چې د سولې په برخه کې له ګډونوالو مرسته وغواړي.

کرزي ویلي په دې ناسته کې به له مخالفینو سره د سولې اړوند بحثونه وشي او د برخه والو نظرونه به وارېدلی شي.

تر اوسه د کابل پروسې د لومړۍ ناستې ګټورې اغېزې نه دې ښکاره شوې، خو هغه ناسته د جوزا میاشت کې وشوه، چې پکې شاوخوا د شلو هېوادونو استازیو برخه اخیستې وه.

په ناسته کې د جګړې پر اړخونو غږ وشو، چې د سولې د خبرو د پیل لپاره باید اوربند اعلان کړي.

د امریکا سفیر هم د دې ناستې ملاتړ کړی او ویلي يې دي چې دا ناسته د ملګرو ملتونو ملاتړ هم له ځان سره لري.

دا په داسې حال کې ده، چې منځني ختیځ کې د امریکا یو لوړپوړي پوځي قومندان جوزیف ووټل بیا پر افغان عسکرو غږ کړی چې د مخالفینو پر وړاندې عملیات نور هم سخت کړي.

ووټل ويلي، د دوی روزونکي تیار دي چې د جګړې په لومړيو کرښو کې هم د افغان عسکرو لپاره خطر پر غاړه واخلي.

طالبانو د کابل پروسې ناستې په اړه څه نه دي ويلي خو ورته هڅې يې تل نمایشي بللې او ټينګار يې کړی چې که له دوی سره خبرې کېږي نو د دوی سیاسي دفتر د دوی د اړیکو یوازینی ادرس دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x