خبرونه

بشردوست د بدخشان قربانيانو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه

ولسي جرګه کې د کابل د خلکو وکيل ډاکتر رمضان بشردوست، چې د “بشردوستان” په نوم يوه خيريه ټولنه هم لري د افغانستان له ټول ولس څخه غوښتنه کړې، چې د “بشردوستان” خيريه مؤسسې له لارې دې د بدخشان ارګو ولسوالۍ کې د زلزلې قربانيانو سره مرستې وکړي.
ښاغلي بشردوست ى خپل رسمي فيس بوک پاڼې له لارې يوه اعلاميه خپره کړې، چې کټ مټ يې په پښتو ژبه خپروو.
د الله تعالی په سپېڅلې نامه او د شهيدانو په ياد
بشردوستانو، وطن دوستانو! بدخشان ټپي ټپي دی، بايد هېر يې نکړو.

د بدخشان ارګو ولسوالۍ کې زلزلې زموږ د زرګونو ګرانو هيوادوالو ژوند اخيستی او زرګونه خلک يې د وير په ټغر کينولي، زرګونه کورنۍ بې کوره په سپېره ځمکه شپې ورځې تېروي او د خپلو هيوادوالو پر لور يې د خير سترګې نيولي دي.
اوس تر ټولو مهمه دا ده، چې د نوموړيو قربانيانو پاتې ژونديو خپلوانو مرسته وکړو.
اسلام، انسانيت او افغانيت موږ ته امر کوي، چې د خپلو دغو هيوادوالو مرسته او لاس نيوی وکړو.
پاک ضمير او وجدان د دې اجازه نکوي، چې يوازې په غمرازۍ او خواخوږۍ بسنه وکړو، پرته له دې چې جېب ته لاس کړو او دغو ځپل شويو قربانيانو مرسته وکړو.
تاسې ټول ما له وزارته، تر وکالته پيژنئ، چې هيڅ کله مې د ملت په مال کې خيانت نه دی کړی او تل مې وړ او مستحقو کسانو ته رسولی دی.
تاسې کولای شئ، چې له څلورو لارو بشردوستان خيريه مؤسسې سره خپلې مرستې وکړئ
۱ـ د ويسټرن يونين له لارې.
۲ـ  سرای شهزاده د حوالې له لارې.
۳ـ نغدې پيسې يا بانکي چيک زما پارلماني دفتر ته راوړئ شئ. دارالامان سرک.
۴ـ د بانکي حساب له لارې.
Account Name: BASHARDOSTAN FOUNDATION USD Account
Account number: 0528102008680000
Account with: Afghanistan International Bank (AIB)
Swift Code: AFIBAFKA
Intermediate Bank: Standard chartered Bank New York-NY US
Swift Code: SCBLUS33XXX
Account No: 3582026146001
(د اړيکو شمېرې: 0093744381514(له هيواده بهر) 00799335316(د هيواد دننه اړيکو لپاره)

 

https://www.facebook.com/bashardostfoundation

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x