نړۍ

مشاهد حسین: د پاکستان له مرستې پرته امریکا په افغانستان کې پرمختګ نشي کولای

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د سنا په مجلس کې د مسلم لیګ قاف ګوند سناتور ډاکټر مشاهد حسین ویلي چې د پاکستان له مرستې پرته امریکا په افغانستان کې هیڅ پرمختګ نشي کولای.

نوموړي تېره ورځ دغه خبرې د جیو نیوز په سیاسي پروګرام کیپیټل ټاک کې وکړې.

هغه وویل چې د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه خبرې ددې لپاره کوي تر څو هندوستان خوشحاله کړي، که همدا نن پاکستان د هندوستان بالادستي ومني او د چین سره د «سي پيک» پروژې څخه لاس واخلي، د امریکا سره به ټولې ستونزې حل شي.

نوموړي ټرمپ یو «وارخطا بدمعاش» بللی چې باید د هرې بدې پریکړې تمه ځیني وشي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ دوه ورځې وړاندي د پاکستان پر ضد یو ټویټ وکړ چې له امله یې ددواړو هیوادونو تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې کړکیچنې شوي دي او پاکستان یې په وړاندي سخت عکس العمل ښودلی دی.

ټرمپ ویلي وه چې په تیرو ۱۵ کلونو کې امریکا پاکستان ته ۳۳ ملیارده ډالره ورکړل خو په ځواب کې یې د پاکستان له اړخه دوه مخې او دوکه تر لاسه کړه، ځکه چې پاکستان فکر کوي د امریکا ولسمشران احمقان دي.

د جیو نیوز د راپور سره د پاکستان پیپلز ګوند سناتوري شیري رحمان هم د ټرمپ څرګندونې غیر مسؤولانه بللي او ویلي يې دي چې امریکا تل په افغانستان کې خپلې ناکامۍ د پاکستان په تورنولو پټي کړي.

هغې وویل چې امریکا د پاکستان پر ضد دغه موقف یوازي د هندوستان په وجه نه دی نیولی، بلکې د اسرائیل وجه هم ده چې پاکستان یې په ملګرو ملتونو کې پر ضد رایه وکاروله، ځکه ټرمپ ګواښ کړی وو چې د قدس په اړه دده د پریکړې پر ضد به رایه اچوونکو باندي مرستې بندي کړي.

د جیو نیوز د راپور سره سم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي چې مونږ امریکا ته واضحه کړې چې نور به مونږ ورسره هیڅ مرسته ونه کړو، ددوی له خوا مرستې بندول مونږ ته نور هیڅ اهمیت نه لري. نوموړي ددې تر مخه ویلي وه چې امریکا پاکستان ته خیرات نه دی ورکړی، څومره مرستې چې يې کړي، په مقابل کې یې ګټي تر لاسه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت امریکايي سفیر وربللی وو او د ټرمپ د څرګندونو پر ضد یې ورته احتجاج کړی.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازي نیکي هیلي هم ویلي چې پر پاکستان به ۲۲۵ ملیونه ډالر مرستې بندي کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندي هم د رسنیو سره په ناسته کې وویل چې په راتلونکو ۲۴ یا ۴۸ ساعتونو کې به پاکستان ته د مرستو په اړه پرېکړه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x