نړۍ

عمران خان: ټرمپ د افغانستان په اړه هیڅ معلومات نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان هم د امریکايي ولسمشر ټرمپ د څرګندونو پر ضد غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ټرمپ شخصا د افغانستان په اړه هیڅ معلومات نه لري، هغه ته د پاکستان دښمنانو معلومات ورکړي او پر اساس یې موقف نیولی دی.

نوموړي وویل چې ما هر وخت د پاکستان چارواکو ته ویلي چې د بل جګړه دي په خپله خاوره کې نه کوي، که هغوی هر څومره پیسې هم درکوي.

عمران خان د رسنیو سره په یوه مرکه کې وویل چې ټرمپ په افغانستان کې په حقایقو ناخبره دی او په دې هم ناخبره ده چې پاکستان په دغه جګړه کې څومره قربانۍ ورکړي دي.

نوموړي وویل چې د «تروریزم پر ضد جګړې» باندي له سره ټرمپ پوهیږي نه، او نه په دې خبر دی چې پاکستان ته په څومره ګرانه تمام شوی دی.

عمران خان وویل هر څوک پوهیږي چې زمونږ اقتصاد ته په دغه جګړه کې لویه ضربه رسیدلې، زمونږ تر ۷۰ زره زیات کسان په داسي یوه جګړه کې وژل شوي چې په مونږ پوري هیڅ اړه نه لري.

نوموړي وویل ځکه خو ما هر کله د پاکستان د واکمنانو څخه غوښتنه کول چې د بل چا جګړه دي په خپل هیواد کې نه کوي، نن می خبره رشتیا شوه او دا جوته شوه چې د بل چا جګړه باید د پیسو په بدل کې خپله ونه بلل شي.

عمران خان وویل کله چې به ما پر نورو غږ کوی چې باید په جګړه کې برخه وانه خلي، تور به را پوري کیدی چې «ښې اړخی» دی او د «طالبان خان» نوم به را باندي ایښودل کیدی، خو ما به تل دا ټینګار کوی چې دا جګړه زمونږ خپله نه ده، دادی اوس جوته شوه چې هم مو ځانته تاوان ورسوی او هم نور راڅخه ناراضه دي.

نوموړي وویل چې ټرمپ د پاکستان د دښمنانو پر ایجنډا باندي کار کوي، او د هغوی لخوا د پاکستان پر ضد فهمول شوی دی.

باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ پاکستان په دوه مخې او دوکه ورکولو تورن کړی او ویلي يې دي چې دوی داسی فکر کوي د امریکا ولسمشران احمقان دي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي نیکي هیلي هم ویلي چې امریکا د پاکستان د دوه مخي پر ضد د ۲۲۵ ملیونه ډالرو مرستو بندول غواړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان حکومت او پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټرمپ څرګندونې ستایلې او د امریکا څخه یې غوښتنه کړې چې پر پاکستان نور فشار هم وارد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

دا حرامي عمران خان سخت منافق دى، 70000 کسان چې دى يادوي ټول محرومه قبايل دي چې د پاکستان پوځ پخپله وژلي دي. سخته زربه خو افغانستان خوړلې چې حساب يې يوناما 95000 عام وګړي ياد کړي او ټولټال 1،5 ميليونه انسانان شهيدان شوي. الله دې پاکستاني دولت او منافقه سياستوال يې لکه عمران خان ټول تباه کړي.

mha

Afghanistan is lacking strong central government, the US made wrong people in charge after the bombing of Taliban. The actual power is in the hands of warlords not the government. The whole jehad process was managed by Pakistan. The government of Pakistan can not govern Afghanistan.

مجيب الرحمان

I agree with you and those warlords are supported by the Hypocrite Pakistani government who killed 70000 tribal people and 5000 around Ningarhar province of Afghanistan by sending ISIS and suicide bombers. The Afghanistan government is full of the same wild and inhuman jehadi groups who were trained in Pakistan and Iran. They are all the snuglers of narcotics and mafia criminal gangs. Pakistani government officials are luring the USA and NATO for to get money from them under the name of fighting terrorism, but infact they use money on the factories of terrorists in the panjab area and protecting… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

مونږ د پاکستان په حکومت او ګوندونو کی عمران خان ته څه ناڅه کریدت ورکولو یو متل دی وایی چه ښځو کی هم نارینه پیدا کیږی ، یعنی عمران لکه په ښځو کی نارینه راته ښکاریدلو ، مګر له دی څو مخی لیکنی یی معلوم شو چه فاحشی ښځی یا ایجړا ګان هم په عمران شرف لری هغه نور خو یی بلکل د یادولو نه دی . ما لیدلی چه امریکا هره پټکه ورباندی وکړی دوی د دی په ځآی چه د پټکی ځواب په پټکه او کومه غیرتی خبره ورکړی وایی ، امریکا غلطه پوه شوی مونږ د تروریزم… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x