افغانستان

د بدخشان غمیزه؛ یو ویر یو تاثر – ذاکر جلالي

د لومړني ښوونځي ماشومان د هند د نامتو لیډر، مهاتما ګاندي لیدو ته ورغلي وو. د یوه ماشوم ورپام شول، له ګاندي يې وپوښتل، چې ولې کالي نه اغوندي؟ (ګاندي تر مرګه کالي نه اغوستل، له هندې ټوټې یې لنګ تاړه)‌. ګاندي ځواب ورکړ: «بچيه، کالي خو په پیسو کېږي‌، زه خو پیسې نه لرم».

د ماشوم معصومانه احساس بلې پوښتنې ته وهڅاوه‌: «خیر دی، زما مور کالي ګنډي، زه به ورته ووایم چې یوه جوړه تاته هم وګنډي!»‌. ګاندي ماشوم نور هم غږاوه:

«یوازې زه خو نه یم، زما د کورنۍ ټول غړي کالي نه لري»

ماشوم حیران شو، له لږ سوچ وروسته یې وویل:

«خیر دی، مور به مې ستاسې ټولې کورنۍ ته جامې وګنډي»

ګاندي وویل:

«بچيه، زما کورنۍ ټول هندوستان دی، د هند ټول خلک زما د کورنۍ غړي دي، دوی ټول خو جامې نه لري، دوی ته یې ستا مور کله ګنډلی شي. تر هغې چې دوی ټول د جامو څښتن نه شي، زه هم جامې نه پر تن کوم!»

دا د یوه نامتو رهبر احساس و. نوې جامې د هر چا خوښېږي، نن سبا شاید هر چاته ډېره مشکله هم نه وي، په تېره بیا رهبرانو ته؛ خو دا چې سره له بلا منابعو یو رهبر نوې جوړه نه پر تن کوي، له خپل ولس سره همرنګي خوښوي، دا نو د دې ستر انسان ستر انساني او ملي احساس دی، چې ارام یې نه پرېږدي. ګاندي تر ننه ژوندی دی او ژوندی به وي. نن موږ هم د ګاندي یادونه کوو او خپلو لیډرانو ته يې د بېلګې په توګه وړاندې کوو.

تېره اوونۍ د سویلي کوریا لومړي وزیر، چونګ هونګوان د دې هېواد د یوې بېړۍ له غرقېدو وروسته چې پکې ۳۰۰ سپاره مړه شوي وو، استعفا ورکړه. ښاغلي هونګوان وویلې: «وروستۍ پېښې د سویلي کوریا خلک د ویر په ټغر کېنولي. دا ورځې تېرېږي؛ خو د قربانیانو د کورنۍ غړو کوکارو زما خوب له سترګو تروړلی دی!». لومړي وزیر په خپله استعفا نامه کې لیکلي وو:«پرېکړه مې کړې چې استعفا ورکړ، چې نور د دولت د اوږو بار نه شم».

د تېرې اوونۍ پای (جمعه) موږ ته د یوه بل ناورین پیل و. تېره اوونۍ مو لا د فاریاب، جوزجان او سمنګان د سېلاوونو او منځ ته راغلو ورانیو او تباهیو ویر لا تازه و، چې د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ کې د باریک آب کلي کې ځمکه وښويېده او تقریباً ۳۰۰ کورونه یې تر خاورو لاندې کړل. پېښه له جمعې لمانځه لږه مخکې پېښه شوې وه. تر اوسه چې د دې فاجعې درېیمه ورځ ده، د تلفاتو کره شمېره رسنیو سره نه شته. والي د شهداوو شمېر تر ۳۰۰۰ ښوولی. نورې سرچينې يې ۳۰۰ ښيي؛ خو د ۳۰۰ کورونو تر خاورو لاندې کېدو خبره ټول مني. کله چې د تباه شوو کورونو شمېر ۳۰۰ وي؛ نو د شهداوو تعداد هم طبیعي ده چې ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې کېږي.

افغان حکومت د «اظطرار» په نامه یوه کمېټه لري، چې منظم پرسونل او کلنۍ بودیجه لري. د دې کمېسیون مشري د ولسمشر د لومړي مرستیال، کریم خلیلي پر غاړه ده. خلیلي له پېښې ۲۴ ساعته وروسته د ناورین سیمې ته رسېږي! هلته چې غمځپلي او دردېدلي ولس سره غږېږي، په خپله وینا کې وايي: «ما و جناب رئیس صاحب جمهور همرای شما هستیم!» داسې غمرازي او غمشریکي ورسره کوي، ته وا کوم عادي هېوادوال ورشي او دوی ته ډاډ ورکړي چې «ما با شما هستیم». پر ځای د دې چې له ولس سره همرنګ شي، د ارګو په خارو او خټو ککړ شي، دی ورته یوه تشه غمرازي کوي! کله چې د «اظطرار» کمېټې رئیس ۲۴ساعته وروسته رسېږي، نو نورې مرستندویه موسسې به کله وررسېدلې وي؟ دا کمېټه چې «اظطرار» یا «بېړنۍ» کمېټه باله شي، دوی چې ۲۴ ساعتونو کې ورسېدل نو … پېښه د جمعې پر ورځ یوولس بجې واقع شوې ده. چې دا دوه یا درې بجې خوځېدلی وای، نو په څرخکې کې بدخشان ته نه شوای رسېدای؟!

ولسمشر، لومړی مرستیال او نور خو ګرم نه دي. تازه لانجمنې ټاکنې تېرې شوې دي. دی خو نو اوس لګیا دی لکه چالاک جرګه مار، کله یوه نوماند سره پټ پټونی کوي او کله هم بل سره. لا یې د مبتدا او خبر معلومات نه شته، چې دا سړی اخر څه غواړي!

دا ډېره دردوونکې وه، چې د ناورین پر سبا (شنبه) د ټاکنو مخکښ نوماند، عبدالله عبدالله غونډه رابللې وه، چې شېرزی ورسره یو ځای کېږي! دا څومره دردوونکې ده! د دې دردېدلي ولس په نظر به دوی څومره بې ضمیره، پست او پرېوتي ښکاره شوي وي! هلته تر ۳۰۰۰ پورې هېوادوال شهیدان، د کورنیو غړي له ماتم سره سره د خوړو، سرپناه او پوښاک له نشت سره مخ او دوی لګیا دي د خپل ټیم بریا لمانځي او جشن نیسي! د دوی پلویان لګیا وو چې ده خو مرسته استولې ده. زه وایم ولې په خپله نه ځي بدخشان ته، ټاکنو کې خو یې ښې ژمنې کولې، ولې اوس تر بدخشانه نه شي تللای.

پر همدې شنبه، چې له ناورینه ایله ۲۴ساعته تېرېږي، د ټاکنو بل نوماند (هغه چې نړیوال(!) مفکر ګڼي) د استاد سیاف لاسنیوي ته وردانګلي وو. اشرف غني استاد ته تشریف وړی و. د ملاقات هدف نو معلوم دی، چې که استاد یې پر خپل ملاتړ ونازوي او د ده ټیم هم څه ناڅه غوښن شي. زما ګیله تر ده هم ډېره له استاد سیافه ده، چې د ماتم په داسې ورځ دی بیا هم د ټاکنو پر معاملې بوخت دی.

ولسمشر کرزي له معمول سره سم یوه اعلامیه خپره کړې وه. یوه ژورنالیست ویل، ارګ کې اعلامیې تیارې شته، بس نېټه او نومونه یې ورایډېټ کړي او رسنیو ته یې واستوي! کرزي نن چې د دې کم سارې انساني فاجعې دویمه ورځ ده، عبدالله او اشرف ارګ ته ورغوښتي وو، معلومه ده چې بیا کومه معامله روانه ده. سړی حیران شي، دومره له ولسه پردي چارواکو سره به دا وطن څه خیر وویني!

دوی د سویلي کوریا له لومړي وزیره هم زده نه کړل. هغه د ۳۰۰ تنو لپاره استعفا ورکوي؛ خو دوی د ۳۰۰۰ تنو لپاره څوکۍ نه پرېږدي. سربېره پر دې چې ارګ کې د دوی شپې د ګوتو په شمار دي. خلیلي هغه د اظطرار په نامه کمېټې له ریاسته هم استعفا ورنه کړه! سړیه، هسې دې هم نوره دوره پوره ده، راځه په دې اخره کې به دې په اصطلاح یو شهکار(!) کړی و.

یو نېک تاثر

څومره چې زموږ سیاستوال د بې ضمیرۍ په درانه خوب ویده دي، په هماغې کچې زموږ ولس بیا بيداره شوی، ولس راويښ شوی. ملي يووالی پیاوړی شوی. عبدالله به ټاکنو کې بدخشانیانو ته وعدې کولې، دی ځان د بدخشان غمخوار ګڼي. مګر له ناروین راهیسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ځوانان لګیا دي، د بدخشان ناورین ځپلو هېوادوالو ته، په انساني، اسلامي او ملي جذبې مرستې راغونډوي. فېسبوک او ټولنیزو رسنیو څېره بدله کړې ده. تر بدخشي او تاجک پښتون او هزاره د بدخشان په ویر ډېر دردېدلی دی. یوه کندهاري فېسبوکي فعال لیکلي وو: دا بدخشانیان خو خبر کړئ چي ستاسو ملي ورونه( کندهاریان) درته د جنون تر بریده مرستي راټولوي!». له ناورین وروسته د ټولو هېوادوالو هڅو دا په ډاګه کړه چې موږ یو ولس یو، یو خلک یو، د پیغمبر (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) د حدیث شریف پر بنسټ موږ یو بدن یو، د بدخشان درد خوست کې او د خوست (خدای مه کړه) بدخشان کې احساسوو. ماته په دې ورځ یو شی ډېر په زړه پورې دی، چې هغه څو تنه چې ځانون تاجک ملتپال یا پښتانه ملتپال ګڼي، نن یې درک نه و. نن اسلامپال او افغانستانپال ځوانان وو، چې شپه و ورځ يې پر ځان یوه کړې وه، منډې ترړې يې کولې او د خپلو هېوادوالو په ویر عملاُ ورشریک وو. ما چې د دوی اخلاص او رښتینولي لیدله، داسې مې انګېرله چې د بې ضميره سیاستوالو بې تفاوتي دوی جبران کوله. دې ناورین دا هم څرګنده کړه، چې نه بدخشی سیاستوال د بدخشان غم کې دی او نه هم کندهاری د کندهار…بس دا ولس دی، چې کندهاری هېوادوال په بدخشان ژړېږي او بدخشی پر خوستی!

تم شه!، د ذاکر جلالي کالم، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x