نړۍ

پاکستان: له امریکا سره نوره مرسته نه کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفير مليحه لودهي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه ټويټر پيغام غندلی، چې پاکستان يې په چل او درواغو تورن کړی او زياتوي، که امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې کې د پاکستان د قربانيو درناوی نه کوي، «پاکستان به اړ وي، چې له امریکا سره د روانو مرستو په اړه له سره کتنه وکړي.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د پاکستان له ايکسپريس خصوصي ټلويزيون سره په مرکې د ډونلډ ټرمپ ټويټ غندلی او ويلي دي، چې امریکا د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچوي.

خواجه اصف دا هم ويلي، چې «زه د ايکسپريس ټلويزيون له لارې اعلانوم، چې نور له امریکا سره د ترهګرۍ جګړې کې ګډونوال نه يو او دا زموږ د حکومت دريځ هم دی.»

مليحه لودهي په ملګرو ملتونو کې د امريکايي سفيرې نيکي هيلي هغه تورونه هم رد کړي، چې پاکستان يې په دوه مخې لوبې تورن کړی دی. آغلې لودهي ويلي، چې امریکا دې د خپلې ماتې پړه پر بل چا نه اچوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې په نيويارک کې رسنيو ته ويلي، چې، «پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې کې تر ټولو زياته قرباني ورکړې او نړيواله ټولنه بايد زموږ د قربانيو درناوی وکړي.»

پر افغانستان د امریکايي يرغل پر مهال او تېرو څو کلونو پاکستاني چارواکو ويل، چې د امریکا د دښمنانو ځپلو لپاره له امريکا سره مرسته کوي، خو دغې پاکستانۍ ډيپلوماټې ويلي، چې «دوی دغه جګړه يوازې د امریکا لپاره نه، بلکې د نړيوالو اصولو لپاره کړې ده.»

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستاني چارواکي په چل او درواغو تورن کړي، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيرې نيکي هيلي پاکستان په دوه مخې لوبې تورن کړی او تمه ده، چې د سپينې ماڼۍ ويانده سارا سنډرز به په راتلونکو څو ساعتونو کې د پاکستان په اړه رسنیو ته هر اړخيزه وينا وکړي.

تېر کال اګسټ مياشت کې د نوې جګړه ييزې تګلارې د اعلان پر مهال امریکايي ولسمشر ويلي و، چې پاکستان اړ دی له امریکا سره مرسته وکړي؛ ځکه چې دغه هېواد هر کال له امریکا ميلياردونه ډالر مرستې تر لاسه کوي.

د امریکا او پاکستان د ترينګلو اړيکو پر مهال د تېر کال ډيسمبر په ۱۷ نېټه پنټاګون کانګريس ته په يوه راپور کې وړانديز کړی و، چې امریکا بايد له پاکستان سره د تاوتريخوالي پر ځای د خبرو او مرستو له لارې ښې اړيکې ولري، تر څو امریکا په افغانستان کې روانه جګړه وګټي.

خو له څو مياشتو خاموشي وروسته امریکايي ولسمشر يو ځل بيا د پاکستان پر ضد توندې څرګندونې پيل کړي او پاکستان يې په چل، درواغو او د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف، نورو چارواکو، د سیاسي او دفاعي چارو کارپوهانو د امریکا تورونه رد کړي او وايي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچوي او دا کار د منلو وړ نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدين

کہ ڈالربابا دی وو بیا دا نہ مرسته نہ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x