نړۍ

ټرمپ وايي زما د اټومي وسلې بټن غټ او فعاله دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د شمالي کوریا د دکتاتور ولسمشر کیم جونګ اون په ځواب کې د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي چې دده سره تر کیم جونګ لوی بټن دی.

نوموړي تېره ورځ سې شنبه پر خپل ټویټر لیکلي چې دده سره هم د اټومې وسلې بټن شته چې هم غټ، هم زورور او هم فعاله دی.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د شمالي کوریا ولسمشر د کال ۲۰۱۸ د پيل په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي وه «اوس مونږ د اټومي وسلې څښتنان یو، مونږ کولای شو په خپلو میزایلو او اټومي وسلې د امریکا هر ځای که وغواړو هغه هدف وګرځوي، د اټومي وسلې بټن زما پر میز راته پروت دی، دا واقعیت دی، زه چاته خوشي ګواښ نه کوم».

باید وویل شي چې شمالي کوریا په کال ۲۰۱۷ کې د لیري واټن ویشتونکي بالیستیک میزایلونو بریالۍ تجربه وکړه چې د کتونکو په نظر کولای شي امریکا هم هدف وګرځوي.

د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال ګواښ کړی وو کولای شي شمالي کوریا د ځمکې له مخه ختمه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x