محمود طرزي؛ په افغانستان کې د سیکولرزم او معاصري بې دینۍ پلار

لیکنه: عبدالکریم زاهد خرم

د افغاني پردي پال مجرمانو په نوملړ کې محمود طرزي هغه لوی مجرم دی چې په لومړي ځل یې په هیواد کې د غربي تمدن او سیکولرزم تخم وشینده او لومړی ځل یې هیواد ته د نوي فرهنګ (فرهنګ جدید) په نوم لویدیځ تفکرات او ګرایشونه رانقل کړل.

دی د سردار غلام محمد طرزي زوی د ۱۲۴۴ ه ش کال د سنبلې پر دوهمه په غزني کې وزیږید. دده پلار د سردار رحمدل خان زوی او د سردار پاینده محمد خان لمسی وو. د سردار پاینده محمد خان اولادې تر ډیره وخته د افغانستان حاکمیت په لاس کې درلود چې دا سلسله د افغانستان په تاریخ کې د محمد زو د واکمنۍ په نامه یادیږي. ددوی د حاکمیت په وخت کې ددې قبیلې د سردارانو تر مینځ د سلطنتي رقابت له امله افغانستان تر ډیره وخته د جنګونو، ګډوډیو او اغتشاشونو ښکار وو.

د دده پلار غلام محمد طرزي د امیر عبدالرحمن د سلطنت په وخت کې په دې تور چې ګواکي د امیر مخالفینو سره اړیکي لري لومړی بندي او بیا د خپلي کورنۍ سره چې دا وخت محمود طرزي لا سپاړس کلن وو هند تبعید شو. محمود طرزي له دې وروسته له خپلي کورنۍ سره بغداد، دمشق او بیا استانبول ته لاړ. طرزي د ژوند په دې مرحله کې اردو، ترکي، عربي او فرانسوي ژبي زده کړې او د غرب له فرهنګ سره یې پوره آشنايي پيدا کړه. هغه په ترکیې کې د سیکولر حاکم مصطفی کمال اتاترک ( د ترکانو پلار) چې زیات ترکان یې د ایتاترک ( د ترکانو سپي ) په نامه هم یادوي، له اسلام ضد او غربي افکارو او په ایران کې د رضا شاه پهلوي له بې دینه او سیکولرستي افکارو متاثره شو.

هغه خپلې دوې لوڼي سریا او خیریه د امیر حبیب الله خان دوو زامنو سردار امان الله خان او سردار عنایت الله خان ته په نکاح کړې. د امیر حبیب الله خان تر مرګ وروسته چې کله امان الله خان واکمن شو، د محمود طرزي لور ثریا لومړۍ ملکه وه چې بې حجابه او لوڅ سر عام محضر ته راووتل.

سراج الاخبار چې د لومړۍ ګڼې څخه وروسته متوقف شوی وو، بیرته د محمود طرزي په کوښښونو د دویم ځل لپاره د سراج الاخبار افغانیه په نوم خپل نشریات پیل کړل. دې اخبار محمود طرزي ته له لویدیځ څخه هیواد ته سیکولرستي او غرب پلوو افکارو د رانقلولو ښه زمینه برابر کړل. طرزي له لویدیځو ادبیاتو څخه په پراخه پیمانه مقالې ژباړلې او بیا یې د سراج الاخبار افغانیه له لاري نشرولې.

که څه هم محمود طرزي د انګلیس د استعمار پر وړاندي زیاتي مقالې لیکلې، او حتی ویل کیږي چې د انګلیس څخه د افغانستان د آزادۍ د اخستلو پروتوکول هم ده امضا کړی، خو ددې سربیره دی لومړی کس دی چې په هیواد کې یې د غربي ګرایۍ، غربي فرهنګ او تمدن لپاره بې شمیره کوښښونه کړي دي.

کیدای شي د انګلیسي استعمار پر ضد دا یوازنۍ مفکوره یې د سید جمال الدین افغان د څو میاشتي صحبت له امله خپله کړې وي، خو په عموم کې طرزي یو له هغو ادیبانو څخه وو چې په هیواد کې یې د غربي تمدن د خپراوي ټینګه پلوي کول. دی د امان الله خان له اوږده سفر څخه وروسته هم په هیواد کې د لویدیځ فرهنګ د خپراوي لوی محرک بلل کیږي. نیشنلیزم، سیکولرزم او غرب ګرايي دده د فکر اساسات جوړوي او دا فکري جوړښت یې د اتاترک او رضا شاه له له نظریاتو سرچینه اخلي. په افغانستان کې د قومي تبعیض ریښه ده ته رسیږي او په هیواد کې د د پښتونولۍ په نوم د قوم پرستۍ لومړۍ خښته ده ایښې.محمد نادر خان د طرزي له سرسختو مخالفینو څخه وو او طرزي یې په ملعون سره یاد کړی دی.

په افغانستان کې د مطبوعاتو یا ژورنالیزم د پلار لقب ده ته د هغو چپګرا او کمونست مزاجه ادیبانو لخوا ورکول شوی چې مخکي یې د کمونیزم له اخوره خوراک کاوه، اوس د ډیمکراسۍ او ولسواکۍ په نوم د معاصري کفري عقیدې نغاره ډنګوي. طرزي د ژورنالیزم د پلار پر ځای په افغانستان کې سیکولرزم، معاصري بې دینۍ او غرب ګرایۍ پلار ده.

طرزي تر پایه د اصیل اسلام او هغو خرافاتو تر مینځ چې په اسلام کې هیڅ اصل او ریښه نه لري تفکیک ونه شو کړای، هر کله به یې د اسلام په څرګندو شعارونو ګزارونه کول او زیات وخت به یې پر دیني علماو او روحانیونو بې باکانه استهزاوي کولې. په کورني ماحول کې یې د ښځي او لور ګانو برهنه توب او بې حجابي یو له هغو دلیلونو څخه دی چې د شریعت په وړاندي دده بې توجهي او لیري توب او د اسلام پر وړاندي دده برداشت نور هم په ډاګه کوي او دا څرګندوي چې دی په افغانستان کې د علامه سید جمال الدین افغان او په هند کې د علامه محمد اقبال لاهوري دواړو خلاف؛ چې د انګلیسي استعمار د سرسختو مخالفینو څځه وه او د مسلمانانو د اتحاد لپاره یې بې شمیره کوښښونه کړي،یو پردي پال تجدد ګرا او د اصلاحاتو په نوم د انګلیسي تمدن د رایجوونکو څخه وو.

د محمود طرزي هم فکران اوس هم د نوي فرهنګ په نوم په هیود کې د لویدیځ تمدن د خپرولو کوښښونه کوي.

د هر هغه څه د نابودۍ په هیله چې په هیواد کې د اسلام د سپیڅلي دین اصول او اساسات تخریبوي او د نورو په اشارو د هیواد معنویات مجروح کوي.

=

پاملرنه: دا لیکنه لومړی د عبدالکریم خرم په نامه نشر شوی وه، خو وروسته څرګنده شوه چې «خرم» دا لیکنه نه ده کړې، بلکې «کریمي» په نامه یوه لیکوال کړې او نن ټکی اسیا ته یې د «خرم» په نامه را استولې. ځکه د لیکوال نوم بدل شو.

د لیکوال سره د اړیکو لپاره: [email protected]

25
تبصره وکړئ

avatar
20 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

عجیبه داده چی دیو سکولراوبی دینه نظام پخوانی دفرهنگ وزیر دالیکنه کوی..

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

د افغانستان خو دغه بدبختي ده چې سياستوال يې يا ډلبازان يې منافقين دي. دغه خرم هم راته منافق ښکاري او يا د وحشي شرابو پسات ډلو عقده يي ډلباز.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

خرم صاحب یوه ډېره مغلقه او په عین وخت کی تر تاریخِ مصرف تېره کیسه را توده کړېده. موږ یوه عجیبه ټولنه یو، یو عجیب تاریخ او یوه عجیبه سیاسی جغرافیه لرو، یو عجیب عجین فرهنګ لرو، تقریباً هر څه مو عجیب دی. ایرانیانو رضا خان درلود، ترکانو مصطفی کمال درلود، دواړه د غربی فرهنګ مینان وه او دواړو تر یو ځایه د غربی فرهنګ د ریښو د پایښت او ټینګښت په لیاره کی تقریباً بریالۍ هڅی تر سره کړیدی، آن تر دې حده چه زموږ د وطن د روشن فکرانو سرمشق او سمبولونه همدا دوې څېرې وی، خو د… نور لوستل »

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

لعنت دې په دغسې انسانانو شي چې د دين ټيکه اخلي او علمي اشخاصو ته کافر وايي. خرم چې هرڅوک ده له نومه پاکستا پالى ښکاري الله تعالى دې تباه برباد کړي. افغانستان څو څلوېښت کاله کېږي د جاهله ځان ځاني ټوپکسالارانو چې د جهاد دعوې کوي له لاسه وران ويجاړ پروت دى، د روس ګوډاګيانو دوه ډلو يوې خوا بشريت ته سپکاوى واړاوه د پاکستاني او ايراني جهاديانو له بلې خوا سپکاوى او حتى مغلو تاريخ يې شاته کېښود او ولس او هېواد ته سپکاوى واړاوه اوس بيا حراميان د وخت تېرو شؤيو ښو خلکو باندې ناوړه نومونه ږدي… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

دا سمه ده چه جهادی رهبران د امریکا سره د سوړجنګ د غلامی تړون له لاسلیک کولو وروسته ( لکه کمونستان چه د روسانو او نشنلستان چه هم د روسانو او هم د انګریزانو غلامان وو ) حلقه پګوش غلامان او د امریکا او ناتو مستخدمین او مامورین پاتی شو هغوی ته په بیلونو دالر بیه ورکړی شوه . خرم به هم د کوم پاپی په شان هم په کوم ډيران کی لغتی وهلی ځکه د کرزی د دفتر ریس جوړ شو او د کرزی د حکومت تر اخره ملاتړ کی پاتی شو ، فکر کوم د حزب سلامی سره… نور لوستل »

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

بيانزى صيب ته والله يو عقده يي انسان راته ښکارې چې پرته د بل انسان د خپل فکر له تشريح څخه وختي قضاوت تا کړى وي. لږ تر لږه د فرد فکري تشريح واوره، وې پوښته بيا بيا پوښتنې وکړه وروسته له هغې قضاوت که کوې بيا يې وکړه. ما اول اديان ندي ياد کړي او نه مې هم تاپشان منفي اړخ ته پام دى چې يوازې او يوازې خپل شخصي نظر د اسلامي نظر سرچينه وګڼم، لکه تاسو چې ټينګاري پخپلې خبرې ولاړ ىئ. سيکولر يزم په اصل کې چې هره مانا ترې باسئ خو د اسلامي هېوادونو لپاره… نور لوستل »

عبدالکریم زاهد خرم
میلمه
عبدالکریم زاهد خرم

غواړم د لنډیز خاطر په دې تبصیره کې زما پر لیکني دوو درو شویو تبصیرو ته یو ځايي ځواب ووایم: محترم ورور حضرت صاحب! مونږ د مسلمانو په حیث هر څه ته د اسلام د زاویې له نظره په کتلو مکلف یو، نه دا چې په هغه کې د خپل عقل آسونه وځغلوو. موضوع د زمان مطقع ضرورت ته په کتلو لیکل شوې، دا موضوع اوس د تاریخي چوکاټه راوتلې او د یوه فکر په توګه نشریږي. نن د طرزي همفکران پر هیواد مسلط دي، هغوی اوس هم د طرزي فکر خپروي او د هغه د فکر د عملي کولو… نور لوستل »

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

خرم جانه هرڅوک چې يې ستا خبرې درسره نه منم چې د طرزي همفکرانو په دولت کې دي، هغه کسان چې د دولت له دايرې د طرزي لپاره زنده باد وايي هغوى پخپله اوبو اخيستي ناکامه سياسې څېرې دي غواړي علمي اشخاص هم خپلو دايرو ته ورکش کړي او بدنامه يې کړي. زه د طرزي فکر غير مسلمان نه ګڼم خو په بشپړه توګه يې افغانستان ته اعلاج هم نه ګڼم خو دا غندم چې د ملا په نوم جهادي په نوم د عقدې له نظره يو ليکوال ته کمونيستي او يا غير مسلمان ټاپه ورمخامخ کړي. د کرزي نيولې… نور لوستل »

شیرزاد
میلمه
شیرزاد

یواځی دومره وایم چی لعنت دی په داسی لیکوال شی چی د افغانستان د ازادی د نهضت یو مخکښ ته په دومره سپک نظر ګوري. د احمقو روحانیونو او بیسواده ملایانو څه ګیله؟

ظ .ش
میلمه
ظ .ش

خرمه ته چه د قدرت پر گډی ناست وی او ددی غربی سیکولرانو ډالری دی جیب ته اچولی او ددی سیکولرانو امرو ته دی غاړه ایښوه هغه وخت هیح٘ خبره نه وه نه سیکولریزم مطرح وو نه اسلام په خطر کښی وو اوس چه ئ نور په کار نه یی نو د حٔان د سپیناوی لپاره بیرته ښه مسلمان مؤمین ههههههههههه ډیر مو دا مظلوم ولس ته فریبونه ورکړل .

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

دا چه ځينی سکولریستان او ایزمیان دعاګانی او ښیری کوی [ لعنت دی وی په تاسی ، الله ج مو داسی او هغسی کړه هغه وخت داسی وۍ او اوس چه داسی یاست او ……..] دوی لمړی الله ج نفی کوی او بیا په هماغه نفی شوی الله ج سوګندونه یادوی هغوی په سوګندو او معنویاتو باور نه لری د خلکو د خطا ایستلو دباره یی کاروی . دا چه غلامه اداره کی ټول لوړپوړی او منځپوری کار کوی د خرم په ګډون غلامان دی د ملت او الله سره یی دشمنی اعلان کړی مګر دا دی معنی هم نه… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

وړونو!د طرزی په هکله بحث کفایت کوی. د همهغه طرزی غوندی خلګ چه د استعمار ضد وه، نن موجود وای موږ ته یو غنیمت ؤ.خدای دی ټول زموږ او ستاسی په ګډون وبخښی.
بله خبره دا چه موږ د خبرتیا په دنیا کی بې خبره یو، یعنی داچه:
ښاغلی عبد الکریم خرم په کوم بل وبسایټ کی پخپلو ګوتو لیکلی دی چه دا لیکنه د هغه لخوا نده لیکلی شوی خو موږ بیا هم لګیا یو نوموړی ( خرم) ته بد رد وایو.

افغان
میلمه
افغان

هو، لمړی وایه چه د طرزی غوندی د استعمار ضد خلک موجود وایی غنیمت وو او الله ج دی وبخښی ، بیا نو ترکی ، امین کارمل نجیب ، کرزی ، غنی او خرم ته هم دعاګانی وکړو د استعمار راوستونکو او دهغوی د اهدافو ( دموکراسی ) پیاده کولو ته د استعمار ضد وایاست ؟ تاسی که همدغه د طرزی دغه د لیکنی تصویر ته وګوری د سایکالوژی له مخی هغه ملحد سکولریست دی ډیر غلامان الحادی سکولریزم ته اسلام وایی یا د اسلام سره ټکر نه لری سکولریزم کومه فلسفه نه ده فلسفی دموکراسی او کمونستی دی سکولریزم… نور لوستل »

عبدالکریم خرم
میلمه
عبدالکریم خرم

عبدالکریم خُرم: علامه محمود طرزى ماته وطنپال او استعمار ضد شخصيت دى كابل – په دې وروستيو ورځو كې په ټولنيزو رسنيو كې كله زما په نوم او كله د يو بل چا چې نوم يې زما له هغه سره مشابه دى، د علامه محمود طرزي خلاف يوه مقاله خپرېږي. په دغه مقاله كې علامه محمود طرزى په افغانستان كې د سيكولريزم او بې دينۍ باني بلل شوى دى. دا مقاله چې طبعاً ما ليكلې نه ده، داسې نظريه بيانوي چې زما له افكارو سره زياته بېګانه او حتى متضاده ده. زما په اند، محمود طرزى چې د علامه سيد… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

ما ویل چی دا ستا نه ده
ځکه ته په خپل ټول حجم په خپله هره لیکنه کې د غلام کرزي خاینانه مواقفو ته توجیهات لټوې

ته د سید نه بلکه د غلام کرزي او فرانسې شاګرد یی

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

افغان وروره! لږ غوندی په نرمه ژبه ږغېږه، یوازی د ږیری درلودل سنت ندی بلکه هر اخلاقی او نرم او انسانی برخورد د یو مسلمان یا انسان سره سنت دی. د نړۍ ریښتینی او کړېدلی او ځورېدلی مسلمانان نه د داعش او طالب غوندی افراطی او سخت دریځه حاکمیت غواړی او نه هم په طاغوت او تکبر او هالیووډ او بالیووډ او مایکل جاکسون او فساد لړلی حاکمیت غواړی بلکه یو معتدل او معقول چه په هغه کی ئې دین او دنیا دواړه آباد وی. تاسی طالبان چه دومره د سکولیریزم؟؟؟؟ او فلانی تفکر دښمنان یاست او دومره د اسلام… نور لوستل »

محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

غ حضرت صابه ځان لوده لوده اوبی عقل مه جوړوه او مه له خیټی هوایې ډزی کوی. چی خپله دې یو کار په وس نه وی او یا دې له هوا و هوس سره برابر نه وي په بل بیځایه او یو طرفه له تعصب ډک ګوزارونه مه کوه. پدی هم مه غره کیږی چی تل تر تله به ته وی او ستا د اروپا د عیش و عشرت ژوند او له قسما قسم ګرل فرانډانو سره ناسته او ولاړه. لطفا له اروپا نه فرمایشات مه را استوه. یاد لره چی مونږ او تاسی ټول انسانان یوه ورځ نه ورځ… نور لوستل »

احمل
میلمه
احمل

وایی ښځو کی هم نارینه پیدا کیږی یعنی ځینی ښځی هم د نارینه وو په شان غیرت لری ، د خرم په نامه دغه لیکنه چه می لوستله زه پوهیدلم چه خرم خو د کرزی د دفتر ریس یعنی د زنانه وو په ډله کی وو ، نو دا غیرت یی له کومه پیدا کړو او رښتیا هم ضد او نقیض چه د کابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره کی څه چه په الحادی سکولریسته اداره کی د کرزی د فتر باوری سړی ځکه وو چه امریکا او ناتو ورباندی باور درلود نو بیا د طرزی د سکولریزم په… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

محترم احمل ( اجمل خان) او انډیوالانو ته یو وړکی عرض:
زه یو ماشبنی طالب یا ماشبنی جنرال یا ماشینی انجنیر یا ماشبنی هنرمند نه یم چه ستاسو غوندی احساساتی او د واقعیتونو څخه منکرو وړونو ډزو ته تسلیم شم.
تاسی ئې فرض کا چه د طرزی په هکله ستاسی د منطق! او موضِع طرفدار یم خو لطفاً زما ددې نورو پوښتنو ځواب راکړی کومی چه ما پخپله وروستۍ لیکنه کی د ” افغان صاحب” د دریځ په هکله وړاندی کړیدی.مننه.

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

دې ډول ليکنو ته د وخت ضايع، کرکې د تېروخت لپاره راجګولو او ځان په نورو بره مسلمان ګڼلو په مانا دي. غيبت څخه، هغه هم مړو پسې خبرو کولو باندې دا اوسنى د وحشت او بربريت کړنې په اسلامي کړنو نه بدلېږي. د اسلام لپاره له ځانه پيل وکړئ، کرکې له ځانه پاکې کړئ، عقدې له زړه څخه وباسئ، خپل ځان تر نورو اوچت مه ګڼئ، حتى که يوه ښځينه خور هم ښه ولري د هغې ښو ته وګورئ لباس، پوشاک او سينګار پسې مګر ځئ، ځکه چې کېداى شي له غټو داوه دارو ملايانو نه لومړى هغه ښځينه… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

غلام حضرت صاحب ! پرونو ایزمیانو د چرسیانو ورته توغندی یا مانوری وارولی، مجاهدینو ته به یی اشرار او نن هماعه کرایی شوی کمونستان او سکولریستان ورته دهشتګر وایی پرون د کمونستی او نن د دموکراسیی مکتب شاګردان دی پرون یی د روسانو او نن دامریکایانو په اخور کی ارداوه خوری مجاهدینو ته دهشتګر ، ماشینی طالب او جاسوسان وایی له ناسمو د سمو هیله لرل لیونتوب او حماقت دی. افغان مجاهدین ولی فلسطین ، پاکستان ، سعودی او نورو هیوادو کی چهاد نه کوی . د پوښتنی هدف اصلی هدف [ که طالبان له هیواده بهر جهاد وکړی د… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

حضرت صاحب تاسو د نورو خبرې احساسات ګڼی خو خپله بیا په نوره اسلامي نړی کې د فساد پیغورونه طالبانو ته ورکوی! په کوم دلیل؟ په افغانانو پورې د نورو فساد، ذلت او محکومیت هیڅ اړه نلري تاسو یی ولی په مخ ورمښۍ؟ دوهم دا چې طالبانو د نړیوال کفر په فرمایش نه بلکه د خپل ملي اسلامي سیاست او حکمت له مخې خپله مبارزه د افغانستان په جغرافیه کې متمرکزه ساتلې ده، له هیڅ هیواد سره یی حساسیتونه نه دي راپارولي، ستاسو خبرې او نیوکې متاسفانه ډېرې زړې دي، هغه یوه خبره مو چې ګواکي طالبانو د بامیانو بودا… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

حذیفه صاحب! لوده ته ئې، لوده دی نور فکری انډیوالان دی. ستاسی د لودګی او حماقت او دروغو یو لوی سند: تاسی په خپلو صفونو کی لوی لوی خلقیان لکه شهنواز تڼی او نور ځای کړی وه او کله چه ئې درنه منفی استفاده وکړه او تاسی ئې د بلا خولې ته ودرولاست، در نه فراره شوه، او نن هم ستاسی په لوړو صفونو کی همهغه انګریزی او پنجاپی مشاورین شتون لری، البته په وړوکو او کښته صفوفو کی مو ډېر مؤمن او مخلص او پاک خلک هم شتون لری خو د هغوی څخه د سلیم تعقل او تفکر اراده… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مجیب الرحمن صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! دا غیبت نه دی الله ج فرمایی فاسق سړی په ګوته کړی چه خلک یی له فسق ځان وژغوری ټول ایزمیان فاسقین دی پيژندنه یی اړیینه ده چه خلک یی له ښره ځانونه وژغوری. هو د هغوی سره چه دمجلس په ادابو نه پوهیږی کنځل او توهین کوی ، په خبرو کی دروغ وایی، له جهالته کار اخلی ، که د اصلاح وړ نه وی مجلس ورسره ګټه نه لری الله ج فرمایی د سلام په ویلو تری صرفنظر وکړی، حتی د کفارو سره مفاهمی او مناقشی ډیری ګټی لری… نور لوستل »

اقبال
میلمه
اقبال

هغوی چه بدمرغه جاهلان دی ، نوم یی پالا بسی نه یادوم ، هغوی د یو څو ډالرو ،عیاشیو او فحاشیو د پاره له اسلامه لیری وتی ، داسی نه وایی چه زه له مسلمانی وتلی یم ، د مسلمانانو سره په مسلمانی جنګیږی یعنی د امریکایانو په شان نوی امریکایی اسلام جوړوی مسلمانانو ته وایی ستاسی اسلام غلط دی تاسی بنیادګرایان او دا او هغهیاست . هدف یی له بنیاد ګرایی همدا چه تاسی اسلام منحیث دین پریږدی حکومتی تشکل کی یی مه راولی یعنی د الله ج د اصولو له مخی حکومت او ورځنی ژوند مه جوړوی ولی… نور لوستل »