افغانستان

څرخي پله له زندانه ۲۴۴ زندانيان خوشې شول

نن ټکی اسيا: د ولسمشر کرزي لخوا د بښنې د يو فرمان له مخې د څرخي پله ۲۴۴ زندانيان خوشې شول.
د سترې محکمې پر وروستيو حکمونو د عملي کولو د څار کميټې مشر سيد مراد شريف د زندانيانو د خوشې کولو د مراسمو پر مهال و ويل، چې دغه زندانيان د ثور د اتمې په مناسبت د ولسمشر د يو ځانګړي فرمان له لارې خوشې کيږي، ځکه چې د ثور اتمه د افغانانو د بريا او وياړ ورځ ده.

ښاغلي شريف زياته کړه، چې د ولسمشر يو بل فرمان له مخې به د هيواد په ډېرو ولايتونو کې د زندانيانو په بند کې تخفيف وکړای شي، ولې تر اوسه د دغو زندانيانو شمېر نه دی معلوم.
د څرخي پله د زندان مسؤول مل پاسوال سردار محمد ځاځی وايي، چې څرخي پله زندان اوس په يو تعليمي مرکز بدل شوی او د دغو زندانيانو په خوشې کولو کې هيڅ راز ستونزه نشته.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې ياد زندانيان طالبان دي او که عام ولسي وګړي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x