داخلي بغاوتونه یوه بله خطرناکه امریکايي دسیسه

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : تراستاد عطاء وروسته د کندهارامنیه قومندان جنرال رازق دوهم دولتي لوړ پوړی چارواکی دی چې د ولسمشرغني لخوا د خپلې احتمالي ګوښه کیدا په وړاندې غبر ګون ښیي.

نوموړي تیره ورځ د تبسم په نوم محلي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې دى نه دې حکومت راوستلی او نه يې دا حکومت لرې کولای شي.

تسلط او ځواکمنتوب د حکومت له اساسي مستلزماتو څخه دي کوم حکومت چې تسلط نه لري هغه ته اصلا د مفهوم له لحاظه حکومت نشي ویل کیدای.

په نړي کې د حکومت ولي لپاره خپل معین سیسټمونه شته دي، خو په افغانستان کې د ګډ حکومت په نوم رامنځته شوې مسخره داسې یو نظام دی چې بیلګه یې نه په اسلامي او نه هم په کفري مقرره سیسټمونو کې لیدل کیږي.

د ګد حکومت د مشروعیت اساس یواځې د جانکیری سیاسي توافق دي چې د امریکا په سفارت کې د غني او عبد الله ترمنځ وشو.

دا چې دا نظام نه د افغانستان د اساسي قانون او نه هم په نړۍ کې د نورو مروجه نظامونو له مقرراتو سره تطابق لري هغه نه امریکایانو او نه هم غني او عبد الله ته مهمه ده ؛ بلکې د امریکایانو اساسي هدف په افغانستان کې د امریکايي اهدافو تحفظ او د خپلو لاس پوڅو په واک کې پاتي کیدل دی فقط.

همدا وجه ده چې نن د ژوند په هره برخه کې افغانان له ستونزو سره مخ او په هیواد کې سراسر ګډوډي، فساد او تباهي حاکمه ده.

د ګډ حکومت په مقابل کې د عطاء او رازق خان بغاوت د امریکایانو په دستور د جګړه مارانو د داخلي بغاوتونو پیل بلل کیږي ، ښايي تر هغوی ورسته د پخوانیو تنظیمونو ځیني نورجنګسالاران هم په ورته عمل لاس پوري کړي او د خپلو په اصطلاح جهادي !!! آرمانونو د خوندیتوب لپاره د امریکايي سفارت تر اشراف لاندې خپلې نوې ډلګۍ او تشکیلات اعلان کړي چې په هرات کې د اسماعیل خان په مشرۍ د (شورای مجاهدین) په نوم تشکیل یې یوه بیلګه ده.

د تیر اګست په میاشت کې د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ تر اعلان وروسته چې هغوي په افغانستان کې د خپل اشغال د حاکمیت لپاره کوم وحشت وکاروه هغه د ګټې په ځای نور هم تاوان ورته وکړ او لا د امریکایانو او د هغوي د تحت الحمایه رژیم په خلاف د افغانانو کرکه او نفرت ورسره زیات شو.

اوس امریکایانو دا حقیقت درک کړی چې له پوځي لارې په افغانستان کې د دوي حاکمیت ناشونی دی ، هماغه ده چې غواړي خپل هدف ته د رسیدو لپاره بدیلې لارې چارې وکاروي.

په بدیلو لارو چارو کې د هغوی ترکیز په دوو شیانو دی :

الف : د افغاني مقاومت (طالبانو) په مقابل کې داعش او نورې معارضتي ډلې ټپلې راپیداکول.

ب: د پخوانیو تنظیمي جنګسالارنو په بیا احیاء کولو سره داخلي جګړو ته زمینه سازي کول.

لهذا افغانانو او د هغوي په منځ کې مطرحو هیواد پالو شخصیتونو ته په کار دي چې له هرې ممکنه لارې وي باید په افغانستان کې د امریکايي اشغال د ختمولو لپاره کار وکړي.

امریکايي اشغال هغه ستونزه ده چې د هغې د شتون په صورت کې بل هیڅ حل او چاره موثریت نشي لرلای.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدين
میلمه
نورالدين

ھو دظالمانو او مرتدینو دبد انجام دسیسہ (ان شاءالله)