fbpx

د طالبانو له بنده خوشې شوی کاناډايي زنداني شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پنځه کاله د طالبانو په زندان کې پاتې شوی کاناډايي جوشوا بویل له خوشې کېدو څو مياشتې وروسته په کاناډا کې خلکو ته د قتل د ګواښونو او يو شمېر نورو تورونو له امله نيول شوی دی.

کاناډايي رسنيو ويلي، چې څلور دېرش کلن جوشوا بویل د جنسي ځورونې، خلکو ته د قتل ګواښونو او يو شمېر نورو تورونو له امله زندان ته لېږدول شوی دی.

پر جوشوا بویل د جنسي ځورونې اته قضيې، دوه په ناقانونه توګه د خلکو بندي کول، د يوه پوليسو بې لارې کول او خلکو ته د قتل ګواښونو په ګډون پنځلس تورونه دي.

د ښاغلي بويل وکيل ايرک ګرانجر ويلي، چې د هغه موکل بې ګناه دی او هېڅکله يې چا ته د هېڅ ګواښ او زيان رسولو هڅه نه ده کړې.

د جوشوا بویل وکيل وايي، چې د څو ورځو زندان سربېره تر اوسه هم د هغه پر موکل کوم تور نه دی ثابت شوی او دی لا هم په تمه دی، چې د جوشوا بویل قانوني دفاع وکړي.

د يادونې وړ ده، چې کاناډايي جوشوا بویل له خپلې امریکايي مېرمن کليټن کولمين سره یو ځای په ۲۰۱۲ کې د غزني او وردګو ولايتونو تر منځ سيمو څخه تښتول شوی و او څو میاشتې وړاندې په ډراماټيکه توګه پاکستاني پوځيانو د هغوی د خلاصون اعلان وکړ.

کاناډا ته د دغې جوړې له رسېدو وروسته جوشوا بوايل ږيره پرېښوده، له رسنيو سره په خبرو کې يې اسلامي اصطلاحات کارول پيل کړل او مېرمن يې اسلامي حجاب او کالي اغوندي او له همدې امله يو شمېر کاناډايي رسنيو ويلي و، چې شونې ده د طالبانو له بنده خوشې جوړې اسلام منلی وي او د بند پر مهال يې د طالبانو چلند او اسلام په اړه فکر کړی وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

زما په اند، د طالبانو له بنده خلاص شوی میړه او مرمن مسلمانان شوی، سره د دی چه خبل اسلام به یی تر ډیره پټ ساتلی وو بلاخره به رسوا شوی د همدی امله ورباندی تورونه لګوی چه په یوه بهانه بله یی اعصاب خراب کړی او بلاخره د هر ډول مالی او روحی ستونزو سره مخ او له اسلامه مخ واړوی ، تاسی د هغه میرمن ته وګوری چه کلک پوړنی په سروی او میړه یی ږیره تر اخره ونه خریله او نه د اسلام او طالبانو په ضد څه وایی . که رښتونی مسلمان شوی لا یی د… نور لوستل »