دیني، سیرت او تاریخ

واک او دنده غوښتل داسلام له نظره / دوهمه برخه

لیکنه: الهام الخراساني

(واک او دنـــــده غوښتـــل ناروا ده!)

واک او دنده غو ښتل داسلامي لار ښو ونو له نظره ناروا ده ؛

ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم عبد الرحمن بن سمرة رضي الله عنه ته وویل:

لاتسأل الامارة فانک أن اوتیتها عن مسألة وُکلت الیها وأن اوتیتها من غیر مسألة اعنت علیها. (صحیح البخاري کتاب الایمان حدیث ۶۶۲۲

ژباړه: دامارت غوښتنه مه کوه؛که تاته ستا پر غوښتنه واک درکړل شي؛ نو تا پخپله ځان ورته حواله کړ، او که ستاله غوښتنې پرته درکړل شي؛ نو الله جل جلاله به دې مرسته وکړي.

له دې حديث څخه داخبره څرګنده شوه چې که څوک دمنصب او دندې ترلاسه کولو هڅه کوي، او د دې لپاره خلکوته سپارښتنې کوي؛ نو ګواکې ده ته دالله جل جلاله لخوا داسې ویل کیږي: چې ته پوهیږي دنده او وظیفه دې پوهیږي ، زما لخوا به درسره هیڅ ډول مرسته او امداد نه کیږي؛ نو که څوک په دې باوري وي چې دالله جل جلاله له مرستې پرته هیڅ شی نه کیږي، هغه به هیڅکله هم دواک غوښتنه ونه کړي.

ابوموسی اشعري رضي الله عنه وایي چې زما دقبيلې دوو تنو له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دیوې حکومتي چوکۍ او دندې غوښتنه وکړه؛ نوهغه ورته وویل:

“انالا نولي هذا من سأله ولامن حرص علیه “(صحیح البخاري، کتاب الاحکام حدیث۱۳۲۳)( وسنن ابي داؤدکتاب الاقضیة حدیث ۳۵۷۸)

موږپه دې کار هغه څوک نه ټاګو چې غوښتونکی یي وي، او یا ددندې او چوکۍ حرص کوي.

له پورتنی حدیث څخه دا په ډاګه شوه، چې امارت غوښتنه ناروا ده، او څوک یې چې خپله غوښتنه کوي هغه په حقیقت کې ددې اهل نه وي.
عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

“تجدون من خیر الناس اشدالناس کراهیة لهذا الشأن حتی یقع قیه “.

(صحیح البخاري کتاب المنافق حدیث ۳۴۹۶)

تاسو به دخلکو غوره کسان ووينئ چې داخبره (دامارت غوښتنه) ډېره بده ګڼي خو په دې کې به راګېر شي.

له همدې امله به راشدینوخلفاوو، له دندې ډډه او سخته وېره کوله هیڅکله یې نه غوښتل چې په کومه دنده او چوکۍ دې وګومارل شي.

دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه دا وینا ډېره مشهوره ده چې ویل به یې:

لومات جمل ضعیفاعلی شطّ الفرات لخشیت ان یسألني الله عنه. (طبقات ابن سعد، ذکر استخلاف عمر ټوک ۳ /۲۸۴)

که دفرات دسند په غاړه هم کوم اوښ مړشي، نو زه وېریږم چې الله تعالی به دهغه پوښتنه هم له ماڅخه کوي .

دغه راز دنوموړي له شهادت نه لږ مخکې یو کس ورته وړاندیز وکړ، چې له ځان څخه روسته دې خپل زوی عبدالله ځای ناستی وټاکه، پر دې خبره حضرت عمر رضي الله عنه ناخوښي څرګنده کړه، او وې ویل:

بحسب آل عمر ان یحاسب منهم رجل واحد ویُسأل عن امة محمد لقد جهدت نفسي وحرمت اهلي وان نجوت کفافا لا وزر ولا أجر، اني لسعید. (تاریخ طبري)
دعمر په کورنۍ کې یوازې دا بس ده چې له یوه تن سره حساب وشي، او دمحمد صلی الله علیه وسلم دامت په اړه ورڅخه پوښتنې وشي، زه خپل ځان دې سختۍ ته ور اچوم، او ما دا دخپل کور لپاره حرام کړی دی،او که زه برابر په برابر خلاص شم چې نه ګناه وي او نه ثواب؛ نو زه به خپل ځان ډېر خوش نصیبه وګڼم.

خو نن په اسلامي ټولنه کې هم دجمهوريت او دیمکراسۍ غوندې واک او دنده یو حق او شخصي ګټه ګڼل کیږي، څوک چې په کومه دنده او ظیفه وګومارل شي هغه غوره شخصیت بلل کیږي او ځان هم ورته تر هرچا لوړ او اهل ښکاري او که چاته کومه دنده ور ونه سپارل شي هغه بیا په ټولنه کې محروم، نا اهله او کمزوری ګڼل کیږي .

یو مسؤل هم دېته نه دی تیار چې له دندې دې ګوښه کړی شي مګر که له دې ستره او لویه دنده ور وسپارل شې؛ خو که اسلامي لارښود ونو ته ځير شو باید هغه څوک چې له دندې ګوښه شوی وي دګوښه کونکي شکريه ادا او احسان یې پر ځان ومني؛ ځکه ته یې له یو داسې مسؤلیت څخه خلاص کړې چې شاید تا پکې دالله جل جلاله او دهغه مخلوق حقوق ضایعه کړي وای او دقیامت په دمجرمانو او خائنانو په صف کې ودرول شوی وای

قران او حدیث انسان ته تر ټولو لومړی دا ګوت څنډنه کوي چې دادې شخصي حق او ګټه نه بولي دا ګلانو لاره نده دا د اغزیو بستره ده

خو ځینې علماء د دندې غوښتنې دجواز لپاره ديوسف علیه السلام هغه غوښتنه داستدلال په توګه وړاندې کوي کومه یې چې دمصر له پاچا څخه کړې وه او قران يې داسې نقل کوي (قال اجعلني علی خزائن الارض اني حفیظ علیــم) (سورة یوسف آية ۵۵)

ژباړه: یوسف وویل: ښه نو ما دځمکې په خزانو وټاکه، زه ډېر پوه ساتونکی یم.

او وایي چې یوسف علیه السلام نه یوازې دچوکۍ او دندې غوښتنه کړې ده بلکې هغه دخپل اهلیت صفات هم بیان کړي دي .

خو د دوی دا استدلال له دوو وجهو سهي نه ده،

لومـــړی: دمصر پاچا له مخکې نه دا فیصله کړې وه چې یوسف علیه السلام ته به یوه دنده ورسپاري، چې په دې اړه قرأن کریم تر دې دمخه ایت کې داسې بیان شوی دی: وَقال الملكُ ائتوني به استخلصهُ بنفسي فلمّاکلمهُ قالَ انّكَ اْلیومَ لدینامکینٌ امینٌ (سورة یوسف آية ۵۴)

ژباړه: او پاچا وویل: هغه را ولئ چې خپل ځان سره یې وټاکم؛ نو بیا چې ورسره غږېدلو؛ نو ورته ویې ویل نن ته موږ سره د ډاډ وړ قدرمن یې.

یوسف علیه السلام ته پاچا دده په غوښتنه چوکۍ او دنده نه ده ورکړې، دا پرېکړه پاچا پخپله کړې وه، یوسف علیه السلام ته داخبره په ډاګه شوه چې پاچا به هرومرو کومه دنده درسپاري، خو کومه دنده او کوم کار به ورسپاري په دې وخت کې یوسف علیه السلام وویل چې اوس تاسو پرېکړه کړې چې ماته دنده راسپارئ؛ نو ماته دځمکې دخزانو دنده راوسپارئ.

داسې نه و چې له زندان څخه یې دواک او دندې دغوښتلو وړانديز کړی و او يايې چاته سپارښتنه کړې وه چې ماته هم کومه دنده را وسپارئ،
نوله دې دواک او دندې د غوښتنې هیڅ جواز نه پیدا کیږي.

دویـــــم: مخکې مو چې داخبره واضحه کړه چې دواک او دندې غوښتنه ناروا ده، دا دشريعت اصل حکم ده؛ خو له دې څخه ځینې حالتونه مستثنی دي لکه کله داسې حالت رامنځته شي چې په هغې کې په بديهي توګه انسان ته معلومه شي چې که زه ددې دندې غوښتنه ونګړم، نودابه نا اهله اود داسې خلکو لاس ته ولویږې چې دخلکو حقوق به تر پښو لاندې کړي، او په ټولنه کې به ديتيم او مظلوم غم خور پاتې نشي پر خلکو به دبې دينۍ دروازې راخلاصې کړي، نو دداسې اړتیا پر وخت که دکومې دندې غوښتنه وشي پروا نه لري؛ خو په دې شرط چې موخه به یې يوازې په ټولنه کې اصلاح راوستل او ظلم خیانت او بې دينۍ ته دپای ټکۍ کېښودل وي.

دغه دریځ قاضي ابو یعلی حنبلي رحمه الله په خپل کتاب “السیاسة الشرعية “کې غوره او راجح ګرځولی همدغه راز مولانا ظفر احمد عثماني هم پخپل کتاب “اعلاء السنن “کې دېته ترجیح ورکړې

او پر دې موضوع کتاب” اسلام او سیاسي اندونه “کې مولانا تقي عثماني تفصيلي بیان کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x