افغانستان

لښکرګاه کې نږدې پنځوس سلنه زده کوونکي درسي کتابونه نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د يوې څېړنې له مخې د هلمند ولايت په لښکرګاه ښار کې نږدې پنځوس سلنه زده کوونکي له درسي کتابونو بې برخې دي.

د ودان افغانستان په نوم يوه ګوند په يوه څېړنيز راپور کې ويلي، چې د لښکرګاه پنځوس سلنه زده کوونکي درسي کتابونه نه لري او د خپلو ښوونځيو اړوند کتابونه له بازار څخه پيري.

په دغه څېړنه کې د پنځه ويشت ښوونځيو له اووه سوه پنځوس زده کوونکو سره مرکې شوي، چې نږدې ۶۰ فيصده يې د کتابونو د نشتوالي په برخه کې د هلمند د پوهنې رياست ګرم ګڼي او څلوېښت سلنه مسئوليت يې د پوهنې وزارت او د ښوونځيو د ادارو په غاړه اچول شوی دی.

راپور زياتوي، د لښکرګاه مربوط اته دېرش سلنه زده کوونکي له بازار څخه کتابونه پيري، نهه سلنه د کمزوري اقتصاد له امله کتابونو ته لاسرسی نه لري، ديارلس سلنه يې نيم له ښوونځي او نيم نور بيا په بازار کې په پيسو رانيسي او پاتې څلوېښت سلنه يې له ښوونځيو څخه خپل کتابونه ترلاسه کوي.

په راپور کې راغلي، د لښکرګاه د ښوونځيو زده کوونکي هر کال څه باندې لس ميليونه افغانۍ د کتابونو په رانيولو ورکوي.

ودان افغانستان ګوند په خپل راپور کې ويلي، په ښوونځيو کې د کتابونو نشتوالي د زده کړې بهير له ننګونو سره مخ کړی او زياتوي چې دغې چارې ځينو مافيايي کړيو ته په غير قانوني توګه د کتابونو د سوداګرۍ زمينه برابره کړې ده.

د معلوماتو پر بنسټ د هلمند مرکز لښکرګاه ۶۵ ښوونځي لري، چې اته ښوونځي يې د نامعلومو دلايلو پر اساس تړل شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د لښکرګاه ښار په ښوونځيو کې د کتابونو د نه شتون راپورونه ورکول کېږي، بلکې تر دې مخکې د نورستان، کندهار، روزګان، زابل او يو شمېر نورو ولايتونو څخه هم ورته راپورونه ورکول شوي، چې ښوونځيو ته په خپل وخت کتابونه نه ورکول کېږي او زرګونه زده کوونکي له درسي کتابونو بې برخې پاتې دي.

په داسې حال کې د ښوونځيو د کتابونو د نه شتون خبره کېږي، چې نږدې اوونۍ مخکې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې يونيسيف د پوهنې وزارت سره ۴۸ ميليونه ډالره مرسته وکړه.

د پوهنې وزارت وايي، په دغو پيسو به اووه زره د چټکو زده کړو ټولګي او لس زره بابه نور له ښوونځيو لرې ټولګي جوړ کړي، دغه راز له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د يو ميليون زده کوونکو لپاره به درسي مواد برابر او د ښوونيز نصاب د پراختيا لپاره ولګول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x