افغانستان

کندهار: د هوايي دهلېز له لارې هند ته ۴۰ ټنه ممیز صادرل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهار ولایتي چارواکي وايي، نن د هوايي دهلېز له لارې هندوستان ته ۴۰ ټنه ممیز صادرل شول.

د کندهار د اقتصاد رییس محمد رحیم رحیمي وايي، په روان کال کې ۱۳۴ ټنه مېوه بهر ته صادره شوې، چې ډېره یې د هوايي دهلېز له لارې هندوستان ته لېږل شوې ده.

دی وايي، هندوستان ته د افغانستان د صادراتو په برخه کې ډېروالی راغلی، چې ډېره برخه یې وچه او تازه مېوې دي.

د روانې اوونۍ په سر کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو خوښي ښودلې وه، چې په هندوستان کې د افغانستان محصولات ښه بازار لري او بیه یې هم ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

دوی ویلي وو، چې د مېوو په پروسس او صادراتو کې د نړیوالو معیارونو مراعتول د دې سبب شوي، چې په هندوستان او نوره نړۍ کې د افغانستان محصولات په لوړه بیه وپلورل شي.

د یادونې وړ ده، د تېرې چارشنبې په ورځ د کابل ـ ممبي ترمنځ دویم هوايي هلېز هم پرانیستل شو، چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ به د سوداګرۍ په برخه کې اغېزمن ثابت شي.

افغانستان اوسمهال هندوستان او نورو هېوادونو یوازې وچه او تازه مېوه صادروي، چې په نړیوالو بازارونو کې ښه نوم او بازار لري او په لوړه بیه پلورل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدين

ھو داددوی دقدروړ‎ غنمی مرستہ او دممیزو ھوایی سفرونہ بہ د بابری مسجد تعظیم او دھندی مسلمانو پرگنو اذادی نتیجہ کړ‎ی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x