
کابل کې د داعش ۱۳ کسیزه ډله نیول شوې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د داعش اړوند ډلې ۱۳ غړي یې نیولي، چې په کابل کې یې د لویو «ترهګریزو بریدونو» پلان درلود.
یادې ادارې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دغو ۱۳ کسانو کې ځینې بهرنیان هم دي؛ خو د اړوند هېوادونو نومونه یې یاد کړي نه دي.
په اعلامیه کې نیول شوي کسان «مهم» بلل شوي او په کابل کې یې د لویو بریدونو د په طرحه کولو تورن شوي دي.
د ملي امنیت ادارې د ۱۳ داعشیانو د نیولو خبره داسې مهال کوي، چې تېره اوونۍ د داعش ډلې وسله والو د صدای افغان او تبیان ـ فرهنګي ـ سیاسي مرکز پر ودانۍ بریدونه کړي وو، چې ۵۰ تنه یې وژلي وو او ۹۰ یې ټپیان کړي وو.
د داعش ډلې د دغو بریدونو مسوولیت منلی و.
د داعش ډلې له دې وړاندې هم په کابل کې ځینې مسجدونه او لاریونونه په نښه کړي وو او چاودنې یې پکې کړې وې.
له دې وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړیو او د پکتیکا پخواني والي عبدالکریم متین د ملي امنیت اداره د داعش ډلې سره په لاس لرلو تورنه کړې وه.
داعش مخکې خپل فعالیتونه په ننګرهار کې کول؛ خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې خپل فعالیتونه د جوزجان ولایت قوش تپې او درزاب ولسوالیو ته غځولي دي.
د ملي امنیت د نننۍ ادعا په باره کې تراوسه د داعش اړوند رسنیو څه نه دي ویلي.
پدی د پيشو او موږک په لوبو خلک نشی خطا ویستلی او نه یې نظر په بل لوری اړولی شی. دا كسان پخپلو دهغو لوبو د قرآن ددهغه آیت مصداق دی الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا (سوره الکهف الاية 103). دافغانستان د اوسنیو ټولو مشکلاتو اصل زیږنده د امریکا او ورسره مله ائتلاف په واسطه دافغانستان اشغال جمع داخلی سیکولر او کمونستی ګوډاګیان جمع دشر وفساد عناصر او ټوپکیان. دافغانستان مظلوم ملت باید د زړه په غوږو واوری چی ترڅو دافغانستان اشغال نه وی ختم شوی او داخلی ګوډاکیانو له خپلو کړنو توبه نه… نور لوستل »