افغانستان

 هلمند کې ماین چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، نن په واشیر ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د ځواک په خبره، پېښه نن ماسپښین یوه بجه د واشیر ولسوالۍ په سنګین لام سیمه کې شوې او مړه او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

دی وايي، ماین پر سراچه موټر چاودلی، چې له ګرشک ولسوالۍ څخه واشیر ته روان و.
ده ویلي ټپیان یې روغتون ته لېږدولي؛ خو د روغتیايي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.

تراوسه د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی؛ خو د هلمند امنیتي چارواکو یې پړه په طالبانو اچولې ده.

طالبانو د نننۍ چاودنې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په مارجې ولسوالۍ کې یې د پنځو دولتي قومندانانو په ګډون د ۷۲ د اردو، پولیسو او سنګوري اربکیانو د وژلو او د ۳۳ عسکرو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

طالبان وايي، د بهرنیو ځواکونو په هوايي ملاتړ هغه قوه چې مارجې ولسوالۍ ته د عملیاتو لپاره راغلې وه، د سخت مقاومت وروسته په شا شوې ده.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ۱۳ طالبانو  او ۷ کلیوالو د ټپي کېدو او د ۲۳ تنو د وژل کېدو ویل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x