افغانستان

طالبان: د ننګرهار په ده بالا کې دیارلس اربکیان راسره یو ځای شول

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د ختيځ ولایت ننګرهار په ده بالا ولسوالي کې دیارلس اربکیان ورسره یو ځای شوي دي.دوی وايی چې د جلب او جذب کمیسیون د هڅو په پایله یادو دیارلسو اربکیانو د دولت خوا پرېښوده او له دوی سره یو ځای شول.

خبرپاڼه کېږي «په اربکيانو کې حاجي منجور د مير رحمن زوی، افسر او عسکر د لعل زر زامن، بغداد د جانګل زوی، احمد د سفير زوی، تاوليدار او جاويد د عمرين زامن، خالد د کتب خان زوی، رئيس د زرباچا زوی، سرکاتب د باز زوی، رحمت الله د ګل عربستان زوی، فرهاد د مومنن زوی او فاروق د ګل رحمن زوی شامل دي.»
تر دې وړاندې هم طالبانو د خپل یاد کمیسیون په میاشتني راپور کې ويلي وو،چې په تېره میلادي میاشت کې درې سوه دولتي مسوولین ورسره یو ځای شوي دي.
ځايي دولتي چارواکو تراوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ويلي، مګر ځايي اوسېدونکي د طالبانو دغه اقدام ستايي او له دوی يې وغوښتل چې لاهم د خبرو له لارې افغان ځواکونه په حقایقو پوی کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x