افغانستان

جوزجان کې د داعش لسګونه غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، په درزاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د داعش ډلې ۵۰ وسله وال وژل شوي او ۲۸ ټپیان شوي دي.

د جوزجان د امنیې قومندانۍ قومندان فقیرمحمد جوزجاني وايي، په درزاب ولسوالۍ کې وضعیت ارام شوی او د داعش لسګونه غړیو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، په وژل شویو کې ۲۶ تنه د داعش لوړ پوړي کسان دي، چې د محکمې رییس یې، پوځي قومندانان او نور جنګیالي یې دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د درزاب ولسوالۍ په اولقاني او سردره کلیو کې د داعش پر ضد افغان امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي دي.

داعش په دې وروستیو کې د درزاب ولسوالۍ څخه ۱۲ ملا امامان تښتولي وو، چې د دوو تنو سرونه یې پرې کړي وو او څلور تنه یې په ډزو وژلي وو.

د داعش وسله والو د قوش تپې او درزاب ولسوالیو د ځايي خلکو څخه ۴۰۰ پسونه هم په زور بېولي وو.

نن په کابل کې د ملي امنیت ادارې په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې د داعش ډلې ۱۳ غړي یې نیولي، چې ځینې لوړ پوړي چارواکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x