نړۍ

سوريه: د چورلکې سقوط پېښه کې دوه روسي پيلوټان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سوريې په حماة ولايت کې د يوې روسۍ پوځي چورلکې د سقوط په پېښه کې دوه روسي پيلوټان وژل شوي دي.

د روسيې د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، پېښه د دسمبر په ۳۱ نېټه د حماة د پوځي اډې په پنځلس کيلو مترۍ کې د تخنيکي ستونزې له کبله رامنځته شوې ده.

د روسيې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په پېښه کې دوو تنو روسي پيلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د چورلکې تخنيکي مسئول ټپي شوی، چې په بېړني ډول د حميم پوځي اډې ته د درملنې په موخه لېږدول شوی دی.

د يادونې ده، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د تېر کال د دسمبر مياشتې په لومړيو کې د حميم له پوځي اډې څخه د روسي پوځيانو د وتلو اعلان وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x