fbpx
japan-old-man.child

د کمو ماشومانو او ډېرو بوډاګانو هېواد

نن ټکی آسیا: د جاپان د کورنیو چارو او ټرانسپورټ وزارت اعلان کړی،چې د جاپان په نفوس کې د تېر کال په پرتله د (۲۸۰) زره کسانو کمښت راغلی.

په جاپان کې د تازه سرشمېرني په اساس، د دغه هېواد د په سلو کې ۲۵،۶ اوسېدونکو عمرونه له ۶۵ کلونو څخه زیات دي او د څوارلس کاله څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو سلنه را لوېدلې او اوس مهال د جاپان په نفوس کې د ماشومانو سلنه ۱۳ ده. د جاپان نفوس ټولټال ۱۲۷۰ لکه کسان دي.

د ۶۵ کالو څخه د زیات عمر لرونکو جاپانیانو کره شمېره له ۳۰ ملیونه څخه لوړه ده،چې د فیصدي په لحاظ په سلو کې ۲۵،۶ سلنه جوړوي. همدارنګه د څوارلس کلنو او تر هغو د ټيټ عمر لرونکو جاپاني ماشومانو دقیقه احصائیه ۱۶ ملیونه دي،چې د جاپاني چارواکو په وینا، د تېر کال په پرتله پکې ۱۶۰ زره کسانو کمښت پکې راغلی.

japany.childrenد جاپان د تازه ترسره شوې سرشمېرنې له مخې، جاپان په نړۍ کې د زیاتو بوډاګانو او د ډېر عمر لرونکو کسانو لومړی هېواد دی.

اټکل کېږي، که د جاپان د وګړو په شمېر کې دا فیصدي ، همداسې په تدریج سره مخ په لوړه ولاړه شي؛ نو په ۲۰۶۰ کال کې به د جاپان د ۶۵ څخه د زیات عمر لرونکو کسانو شمېر په سلو کې ۴۰ ته وخېږي.

جاپان له څو لسیزو راهیسې په مسلسله توګه د وګړو له کمښت سره مخ دی د دغه هېواد د تازه سرشمېرنې له جزییاتو سره سم، دا وروستۍ سره شمېرنه په ډاګه کوي، چې د هېواد نفوس له ۱۹۹۰ کال څخه را وروسته تر ټولو ټيټ حد ته را لوېدلی.

سږ کال د جاپان په سرشمېرنه کې، هغو بهرنیانو ته هم د ګډون حق ورکړل شوي، چې له ډېرې مودې راهیسې په دغه هېواد کې مېشت شوي.
د یادونې وړ ده، چې د جاپان په هیروشیما سېمه باندې د امریکا له لورې تر اتومي برید وروسته ، له دغه هېواد د بهرنیانو د وتلو لړۍ پیل شوه او ډېر کم شمېر بهرنیان اوس دلته استوګنې ته زړه ښه کوي.

چمتو کوونکی: وحید پاڅون

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د