حاجي احمد فرید

حاجي فرید: د سولې نعرې فقط یو انتخاباتي کمپاین دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې غړي (حاجي احمد فرید) د سولې په تړاو د دولت په ارادې شک څرګند کړی او د سولې شعارونه یې د راتلونکو انتخاباتو لپاره فقط یو کمپاین ګڼلی دی.

ښاغلی فرید وايي چې د تیرو ولسمشریزو انتخاباتو پر مهال بهرني او افغان چارواکي په دې عقیده وو چې د طالبانو له همکارۍ پرته انتخابات ناشوني دي، نو ځکه د امریکا د فشار په نتیجه کې اشرف غني د سولې شعارونه پیل کړل او له طالبانو سره یې اړیکي تر مخامخ ناستو ورسیدې.

نوموړی زیاتوي، اشرف غني له طالبانو سره ژمنه وکړه چې امنیتي تړون به نه لاسلیکوي، سولې ته به لومړیتوب ورکوي، بندیان به خوشې کوي او د امریکایانو خپلسري عملیات به بندوي، او همدا لامل و چې طالبانو په هیواد کې د سولې په خاطر په انتخاباتو کې له پوره نرمۍ څخه کار واخیست.

خو په وینا یې، تر انتخاباتو وروسته «د جان کیري په لاس حکومت شکل ونیوه او سمدستي د ټولو وعدو خلاف عمل ترسره شو».

ښاغلي فرید په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې اوس یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کیدو سره د سولې نعرو زور اخیستی او حکومت طالبانو ته وعدې ورکوي چې ټولې غوښتنې یې بلا قید او شرطه مني.

خو نوموړی ټینګار کوي چې امریکا او د کابل حکومت سوله نه غواړي او د سولې شعارونه «فقط یو کمپاین دی چې په یوه طریقه تش په نامه انتخابات ترسره کړي او وروسته بیا هماغه بازار وي او هماغه پخوانی نرخ».

حاجي احمد فرید په دې باور دی چې د بهرنیانو د نظامي شتون په صورت کې سوله نه شي راتلی او افغان حکومت دا جرئت او صلاحیت نه لري چې بهرنیانو ته د وتلو امر وکړي.

نوموړی زیاتوي چې دا ځل ملت هم له انتخاباتو سره کومه خاصه دلچسپي نه لري ځکه چې «د تیر ځل انتخاباتو رایې يې جان کیري ډیرې سپکې کړې، حتی د یو ډیراني کاغذ حیثیت یې ورنکړ».

حاجي احمد فرید رښتوني سوله د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر ضرب الاجل پورې مشروطه ګڼلې او په خبره یې، د بهرنیانو په شتون کې د سولې نوم فقط یو شعار دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدين
میلمه
نورالدين

پہ نہ صلحہ کی بہ (الله جل جلاله) ددوی او ددوی دبا دارانو زلت اوشکست ایښی وی