د خلیفة المسلمین ځیرکتیا

دکتور کفایت الله وردګ

ابوجعفر المنصور د مسلمانانو ډېر هوښیار ، زیرک ، زړه سواندی خلیفه وو اکثر به په بازار کې ګرځېدو او خپله به یې د خلکو له احوالو ځان خبر ساتلو یوه ورځ یې چې په بازار کې یو غریب سړی ولیدو پوښتنه یې ورڅخه وکوله ولې خفه یې؟

هغه ورته وویل : زه په څه کار پسې لاړم تجارت مې وکولو ښه ګټه مې وکوله لس زره دیناره مې راوړل راغلم کور واله ته مې ورکړل یو څه وخت وروسته مې مېرمن راته وویل : هغه لس زره دیناره خو له کوره غلو یوړل لکن په کور کې نه د غلو څه اثر شته او نه څه بله نښه چې غلا د شوې وي نو پدې اړه هروخت فکر کوم چې دا به څه قصه وي .

خلیفه منصور ورته وویل : د واده د څومره وخت کیږي؟

غریب سړی : یو کال

منصور: کونډه وه که پېغله .

غریب سړی : کونډه وه .

لتا نه وړاندې کوم اولاد لري؟

نه .

ځوانه ده که زړه؟

ځوانه ده .

منصور دا کس له ځان سره کړو او یو بوتل ډېر قیمتي عطر یې ورکړل او ورته یې وویل : دا عطر درسره یوسه استعمالوه یې په کور کې یې کېږده کېدای شي ستا مشکل ورسره حل شي .

چې دا کس یې رخصت کړو خلیفه منصور څلور خپل اعتباري کسان را وغوښتل هغوی ته یې حکم وکولو چې تاسې به یو یو د بازار په لویه لویه دروازه کې پهره کوئ که کله څوک په دروازه تېرېدل او دا ډول د عطرو بوی ورڅخه راتلو نو ماته به یې راولئ (په هغه وخت کې د بازار دا حال نه وو چې ډېر زیات بېر بار او رش وي بلکه عادی ژوند وو او د دمشق د ښار څلور دروازې وې خلک په هغې باندې وتل ننوتل) .

غریب سړی کور ته لاړو عطر یې مېرمن ته ورکړل ورته یې وویل : نن عجیبه پېښه شوه خلیفه راسره خبرې وکولې او دا قیمتي عطر یې راکړل ډېر ښکلي دي .

ښځې چې بوی کړل عطر یې ډېر زیات خوښ شول لدې نه یې لږ بېل کړل یو کس ته چې ددې ښخې خوښ وو ورکړل ورته یې وویل : دا ډېر قیمتي او غوره عطر دي زما خاوند ته خلیفه ورکړي دي دا لږ ته واخله او لګوه یې .

ډېر وخت تېر نه وو چې دا کس د منصور د مقرر شوي کس په واسطه ونیول شو او منصور ته یې راوستلو .

منصور : دا ښکلي عطر د له کومه کړي دي؟

ځوان : په بازار کې مې اخیستي دي.

منصور: له کومه ځایه د اخیستي دي؟

ځوان وارخطا شو او خبرې یې سره ګډې وډې شوې .

منصور پولیس ورته را وغوښت ورته یې وویل : دا کس در سره کړه که لس زره دیناره یې درکړل نو پرې یې ږده چې چېرته ځي او که یې درنه کړل نو پوره زر دُرې یې ووهه .

ځوان انکار کاوه چې لس زره دیناره لما سره نشته .

پولیسو هغه میدان ته وویستلو او دُره وهونکی یې ورته را غوښت چې زر درې یې ووهي .

ځوان وویل : ما پریږدئ زه لس زره دیناره درکوم .

خلفه له هغه کس څخه لس زره دیناره واخیستل او هغه غریب سړی را وغوښت ورته یې وویل : که زه تاته ستا ورک شوي لس زره دیناره درکړم نو ته ماته اختیار راکوې چې ستا د مېرمن په اړه فیصله وکوم؟

سړي ورته وویل : هو !

منصور ورته وویل : دا واخله ستا لس زره دینارونه او تا چې ماته اختیار راکړو نو زما په اختیار زه ستا ښځه لتا څخه طلاقوم .

بیا یې ورته ټوله قصه وکوله .

په قصه کې ښکاره کیږي چې یو خلیفه به د رعیت له یوه عادي سړي سره هم همدردي کوله او د یوه مشکل په اسانولو کې به یې ورسره مرسته کوله .