مزاري: پر صدای افغان مرکز برید د امریکايي ځواکونو په اشاره شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د صدای افغان او تبیان سیاسي ـ فرهنګي مرکز مشر سید عیسی حسیني مزاري وايي، پر دغه مرکز برید هېڅ افغان نه دی کړی او نه پر کوم چا شک لرم؛ خو دغه ډول بریدونه د امریکايي ځواکونو له لوري د پردې تر شا طرحه کېږي.

نوموړي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په هغو اسلامي هېوادونو کې چې امریکا حضور لري، هلته داسې بریدونه شوني دي.
ده وویل، پاکستان، سعودي عربستان، بحرین، عراق، ترکیه، سوریه او نورو هېوادونو کې اوسنۍ ټولې ستونزې د امریکا له لوري پلان شوې او د دوی اړوند ډلې دغو ستونزو ته پراختیا ورکوي.

د «اوا» د عمومي مشر په خبره، امریکا چې په کوم هېواد کې پوځیان لري هلته هره ورځ د نویو ډلو د راپیداکېدو وېره وي او د داسې ترهګریزو پېښو کېدل پکې امکان هم لري.

د مزاري په خبره، په همدغه دلیل امریکا باید له افغانستان نه ووځي او افغان دولت دې له امریکا سره شوی امنیتي تړون ژر تر ژره لغوه کړي؛ څو په ټول هېواد کې سرتاسري سوله راشي.

د ده په باور، د امریکايي عسکرو حضور د سولې پر وړاندې ستر خنډ دی او په افغانستان او سیمه کې اوسنۍ ننګونې د امریکايي عسکرو له امله دي.

ده زیاته کړه، په افغانستان کې د هر قوم خلک په خپلو کې یو دي، موږ مسلمانان یو او له هرې لارې یوې هوکړې ته سره رسېږو؛ خو امریکایان د هغو ډلو ملاتړ کوي چې د مذهبونو ترمنځ جګړې ته لمن وهي.

سید عیسی حسیني نن په خپلو خبرو کې د عطاء محمد نور، د کندهار له امنیه قومندان جنرال رازق، اسماعیل خان او جنرال دوستم د حکومت ضد موقف نه ننګه وکړه او د ملي یووالي حکومت دواړو مشرانو ته یې وویل، چې د ځان غوښتنې او واک غوښتنې څخه تېر شي، ګنې نور اشخاص به هم د حکومت ضد دریځ ونیسي.

مزاري د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته د تسلیم شوي خطاب وکړ او له حزب سره یې د حکومت د سولې خبرې بې ګټې وبللې.
نوموړي له حکمتیار څخه وغوښتل، چې ولایتونو د سفرونو پر مهال د قومونو ترمنځ د بې اتفاقۍ اچولو پر ځای باید د ملي یووالي لپاره کار وکړي؛ نه د ولایتونو د خلکو ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن ووهي.

تېره اوونۍ د داعش وسله والو د صدای افغان او تبیان فرهنګي ـ سیاسي مرکز پر ودانۍ برید کړی و، چې ۵۰ تنه یې وژلي وو او نږدې ۹۰ تنه نور یې ټپیان کړي وو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

لمړی ځل دی چه افغانستان کی می د یو شیعه عالم څخه اسلامی سمه خبره اوریدلی ، د دی مزاری خبری راته د عراق د شیعیانو د یوه مشر ( مرتضی صدر ) په شان ښکاره شوی ، هلته هم امریکایانو له اوایلو هڅه لرله چه د شیعه تکیه ګانی ، مساجد او مشهور زیارتونه هدف ونیسی او پړه یی په سنیانو ور واچوی ، د شیعه لویه تکیه ګاه ورانه شوی او ډیر کسان په کی مړه وو یو غلام ژورنالیست له مرتضی صدر څخه په همدی لهچه پوښتنه وکړه چه مرتضی ضدر مجبور کړی د هغه چاودنی پړه… نور لوستل »

نورالدين
میلمه
نورالدين

سرخودی پہ خلاص دی لیکن لکی یی کږ‎ی کوی