افغانستان

فاریاب کې د قوماندان په ګډون شپږ پولیس وژل شوي

نن ټکی آسیا: د فاریاب ولایت سیمه یېز چارواکي خبر ورکوي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی او په پایله کې يې شپږ پولیس ځای پر ځای وژلي دي.

د فاریاب د امنیت امر محمد نعیم اندرابي د پېښي د تایید ترڅنګ ویلي، چې تېره شپه طالبانو د ګرزیوان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ.

نوموړي وویل، چې برید نن سهار تر څلورو بجو پورې دوام وموند ،چې په ترڅ کې يې د پوستې د قوماندان سلام په ګډون شپږ پولیس ووژل شول.

نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې طالبانو د پوستې د قوماندان پلار او خسر هم وژلي دي؛خو دا یې ونه ویل ، چې آیا هغوی هم د پوستې په شپږو وژل شویو کسانو کې شامل دي، کنه بل ځای وژل شوي.

د طالبانو ویاند تر دې مهاله د پېښي په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x