fbpx

هلمند:مارجې ته تللې عملياتي قوه بيرته ستنه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل):پوره ۱۱ ورځي وړاندي د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ ته د بهرنيو او داخلي ځواکونو ستره قوه چې هوايي ځواک يې هم ملاتړ کاوه ورسېدل.

یاده قوه د هلمند له مرکز لشکرګاه ، کنډک چهار او نادعلي ولسوالۍ څخه د طالبانو د ځپلو په موخه مارجې ولسوالۍ ته تللې وه ، د هلمند ولايت د رسنيو دفتر له لوري په خپرو شويو خبرونو کې ادعاء شوې وه چې د مارجې ولسوالۍ ځيني سیمي تر ځمکنيو او هوايي عملیاتو لاندي دي.

که څه هم دولتي رسنيو رسماً د عملياتي قوې د بیرته ستنېدو اړوند څه نه دي ويلي خو نن ټکي اسیا ته د سیمي اوسېدونکو د جګړې د پای ته رسيدلو او د قوې د بیرته ستنېدو خبر ورکړی دی.

مارجه ولسوالي د تیرو ۱۱ ورځو نښتو په جریان کې دولت او طالبانو تر منځ د جګړې او مرګ ژوبلي شاهده وه.

طالبانو په خپل ويب پاڼه الاماره کې لیکلي : د شاوخوا ۱۱ ورځو په جريان کې له راغلې قوې سره د جګړې په مهال د ۵ تنه قومندانانو په شمول ۷۲ تنه دولتي عسکر وژل شوي ، ۳۳ تنه ژوبل او همداراز په چاودونو او مخامخ جګړو کې ۱۳ وسائط له منځه وړل شوي.

طالبانو په جګړه کې د وژل شويو قومندانانو نومونه (اسدپوپل،عصمت الله بارګزی،عبدالرحمن ، بهادرخان اودکنډک چهارقومندان) ښودلي.

دوی د خپل اړخ او ملکيانو د تلفاتو اړوند داسي ويلي: ((په دې اوږدمهاله نښتوکې ۱۳ تنه مجاهدین زخمیان اود۷ تنه کلیوالوپه شمول ۲۳ تنه مجاهدین دشهادت لوړمقام ته رسیدلي)).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د