نړۍ

ایتوپیا د ټولو سیاسي بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افریقايي هیواد «ایتوپیا» حکومت اعلان وکړ چې ټول سیاسي بندیان خوشي کوي او هغه زندان چې دوی په کښي ساتل کېدل، په ملي میوزیم بدلوي.

د الجزیرې د راپور سره سم ددغه هیواد لومړي وزیر هیلامیریام دیسیلین تېره ورځ چهارشنبه وویل چې د سیاسي بندیانو خوشي کول د هیواد د لوړو ګټو په خاطر کوی او ددې لپاره چې په هیواد کې دیموکراسي قوي شي.

نوموړي د ایتلافي حکومت د څلورو شریکو ګوندونو د مشرانو سره په غونډه کې وویل: هغه سیاسي بندیان به ټوله خوشي شي چې په جنائي تورونو تورن شوي او په زندانونو کې ساتل شوي دي، دوی ته به یا عفو کیږي او یا هم پر دوی پوري شوي تورونه به بیرته اخیستل کیږي.

د لومړي وزیر دغه پرېکړه په هیواد کې د مختلفو ګوندونو سره تر مشورو وروسته شوې.

د حکومت د رسنیزو چارو یوه مسؤول محمد سعید الجزیرې ته ویلي: واکمن ایتلاف غواړي چې ټول سیاسي بندیان خوشي کړي، تر څو ملي اجماع را منځته شي، د ملي توافق تر څنګ ډیموکراټیکه ازادي هم د خلکو خوندي شي.

د بشري حقوقو فعالانو ویلي چې ایتوپیا په لسګونو زره د دولت مخالفین او منتقدین نیولي، په ځانګړي ډول د ۲۰۱۶ مخالفتونو وروسته، چې د هغو څخه یې تر اوسه هم ۲ زره بندیان په زندانونو کې دي.

د راپور سره سم تر اوسه د حکومت لپاره دا ډېره عادي خبره وه چې خپل مخالفین، ژورنالیستان او منتقدین ونیسي، خو له دې وروسته حکومت وعده کړې چې هر څوک به د نیوکې حق ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x