افغانستان

د ارګو اغيزمن: حکومت راسره ناغېړي کوي

نن ټکی اسيا: د بدخشان ولايت ارګو ولسوالۍ د ځمکې ښويدو له امله اغېزمن شوي او د قربانيانو خپلوان وايي، چې حکومت دوی خپل ولس نه بوولي، په مرستو رسولو او مړو راويستلو کې ناغېړي کوي.
د بدخشان ولايت چارواکي وايي، چې د ارګو ولسوالۍ ابيد باري سيمه کې ۳۰۰ کورنۍ تر خاورو لاندې شوي او ۷۰۰ کورنۍ نورې هم د ځمکې ښويدو خطر سره مخ دي.
د بدخشان والي شاه ولي اديب وايي، چې دوی د قربانيانو مرسته کوي، خو دا عمليات دومره اسان هم نه دي، ځکه چې د ځمکې ښوېدو له امله مړي نژدې درېش متره خاورو لاندې دي.
د بدخشان ولايتي چارواکي وايي، چې دوی د نړيوالو مرستو پرته د خلکو لاس نيوی نشي کولای او دوی د دوستو هيوادو مرستو ته سترګې په لار دي.
د امريکا، پاکستان او ايران په ګډون د ګڼو هيوادو ولسمشرانو د يادې پېښې په اړه له ولسمشر کرزي سره خپله غمرازي څرګنده کړې، ولې تر اوسه هيچا د عملي مرستې ډاډ نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x