اېپل: د خپلې شوې غلطۍ تاوان ورکوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د اېپل شرکت د څه مودې راهیسي د یو شمېر ستونزو سره هغه وخت مخ شو کله چې دوی د زړو مبایلونو سوکه کولو په غلطۍ اعتراف وکړ.

یاد شرکت اعتراف کړی و چې دوی په ۲۰۱۶ کال کې یو سافټ وئیر وړاندې کړی و چې ددوی مبایلونه یې سوکه کول، تر څو د مبایل بیټرۍ تر زیات وخت دوام وکړي.

که څه هم دوی د خپلو پېرودونکو لخوا په دې غلطۍ بخښنه غوښتې وه، خو بیا هم د نړۍ په شاوخوا کې د کاروونکو لخوا پر دوی سختې نیوکې وشوې چې دغه کار یې په لوی لاس ترسره کړی او غواړي پېرودونکي نوي مبایل اخیستلو ته اړ کړي.

اېپل شرکت د بخښنې غوښتلو سره پېرودونکو ته وړاندیز کړی و چې دوی د مبایل بیټرۍ بدلې کړي تر څو یې مبایل له ستونزو خلاص شي، او ددې لپاره اېپل شرکت د مبایل بیټرۍ قیمت ۵۰ ډالره راټیټ کړ، چې د آیفون بیټرۍ له ۷۹ څخه ۲۹ ډالرو ته ټیټې شوې دي، خو یاده دې وي چې دغه بیټرۍ هیڅ وارنټي «تضمین» نه لري.

د اېپل لخوا په خپاره شوي اعلان کې ویل شوي چې هغه پېرودونکي چې آیفون 6، 6S او له دې وروستنی مبایلونه لري کولای شي له دې ځانګړي تخفیف څخه ګټه پورته کړي.

پېرودونکي د بیټرۍ ترلاسه کولو لپاره کولای شي له شرکت سره په ایمیل، انلاین سپورټ چیټ، ټویټر او اېپل سپورټ ایپ سره انلاین اړیکه ونیسي.

اېپل شرکت پخپله ویبپاڼه لیکلي: «مونږ د خپلو پیرودونکو څخه په شوې غلطۍ یو شمېر غبرګونونه ترلاسه کړل، خو مونږ پوهیږو دوی به ضرور احساس کوي چې اېپل شرکت له دوی سره خیانت کړی، مونږ بخښنه غواړو، خو ددې خبر په اړه یو شمېر غلط فهمیانې رامنځته شوې، نو اوس مونږ اړ شوي یو چې پېرودنکو ته ددغې ستونزې حل راوباسو او ددې غوره بدیل ورکړو».

دوی زیاته کړه: «مونږ هیڅکله خپلو پېرودونکو ته ستونزې نه پیدا کوو، او نه هم پخپلو محصولاتو کې کموالی راولو، بلکې د پیرودنکو لپاره ښه تر ښه محصولات جوړوو تر څو دوی ته ښه خدمتونه وړاندې ورکړو او ورسره مونږ خپل شرکت نور هم پراخه کړو».

د یادونې وړ ده چې ددې تخفیف څخه یواځې هغه پېرودونکي ګټه پورته کولای شي چې د شرکت په آرونو «کرائټیریا» پوره وي، شرکت به لومړی له پېرودونکو څخه د مبایل سیریل نمبر غواړي تر څو تایید کړي چې دغه مبایل له یادې ستونزې سره مخ دی که نه، او له هغې وروسته به د نوي قیمت بیټرۍ ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د