
د برېښنايي تذکرو وېش «افغان» کلیمې له امله ځنډول شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ټاکل شوې وه، تېره دوشنبه ولسمشر د برېښنايي تذکرې په اخیستو د دې تذکرو د وېش لړۍ رسماً پیل کړي.
د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې یاده ورځ د ویش لپاره دقیقه نېټه ټاکلې وه، خو په رارسېدو يې د ولسمشر «بوختياوې» پلمه کړې.
د دې ادارې ویاند روح الله احمدزي وویل، ولسمشر د بوختیاوو له امله ونه توانید چې تذکره واخلي، ځکه خو د تذکرو ېش وځنډيد.
احمدزي وړاندې وویل، دوی د تذکرو د وېش لپاره دقیقه نېټه نه شي په ګوته کولی او دا کار به پخپله ولسمشر کوي.
تر دوشنبې یوه ورځ وروسته، پرون چهارشنبه د ولسي جرګې بحث هغه علت په ډاګه کړ، چې له امله يې د تذکرو وېش ځنډېدلی و.
څه موده وړاندې د مشرانو جرګې او ولسي جرګې له غړو جوړې شوې ګډې کمېټې د ولسمشر هغه تقنیني فرمان تایید کړ، چې له مخې به يې په تذکرو کې افغان، اسلام او قوم ولیکل شي.
د ولسي جرګې په پرونۍ ناسته کې د همدې ګډې کمېټې یو غړي بحث را پورته کړ او د خپلې کمېټې له لوري د ولسمشر د فرمان تاييدول يې ناقانونه وګڼل.
عبدالقیوم سجادي ويلي، د ګډې کمېټې لپاره د اساسي قانون د سلمې مادې پر اساس ټاکلي معیارونه نه و پوره شوې او د دې کمېټې څلور تنه غړي غیر حاضر و.
هغه وايي له همدې امله د دې کمېټې له لوري د ولسمشر د فرمان تاییدول قانوني چاره نه ده.
د ولسي جرګې بل غړي میربت خان منګل، دا ناسمه پلمه بولي او په وينا يې د ډېرو فرمانونو د تصویب پر مهال نصاب پوره نه و، چې هیڅ ستونزه يې نه دا را پیدا کړې.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي بیا ويلي د دې فرمان د تصویب د مخالفینو وړاندیز به د نصاب د پوره کېدو په صورت کې ولسي جرګه کې بحث ته وړاندې کړي.
د نفوسو د ثبت او احوالو مرکز تر اوسه د تذکرو د ځنډ اصلي علت نه دی په ډاګه کړی، خو ويلي دي د وېش لپاره دوی مرکزونه د ولسمشر د امر انتظار دي.
په دې تذکرو کې د افغان او اسلام کلیمې هغه څه و، چې د دې تذکرو لانجه يې تر دوه کاله ډېره اوږده کړه.