افغانستان

نور د نوي والي د نیول کېدو امر ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): عطامحمد نور د بلخ لپاره د معرفي شوي والي، انجینر محمد داود د نیول کېدو امر ورکړی دی.

نور چې د ارګ له لوري بې واکه بلل کېږي، وروسته له هغه دا امر صادر کړی دی، چې د زارع ولسوالۍ اوسېدونکو انجینر محمد داود د څو تنو په وژلو تورن کړی دی.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکو دعوه کړې چې څو کاله وړاندې انجینر محمد داود د دوی د سیمې څو تنه وژلي دي چې باید مجازات شي.

نور په داسې حال کې دا اقدام کوي، چې د سیمه ییزو ارګانونو اداره او ارګ يې له واکه لرې کړی بولي.

انجینر محمد داود چې له خپلو ساتونکو سره بلخ ته رسېدلی د نږدې درېیمې اوونۍ په پوره کېدو هم نه دی توانیدلی، د ولایت مقام کې پر څوکۍ کېني.

نور د استیناف محکمې ته امر کړی، چې موضوع باید تعقیب او د ثبوت په صورت کې انجینر محمد داود مجازات کړل شي.

عطامحمد نور پرلپسې ټینګار کړی چې، تر څو يې غوښتنې ونه منل شي دی به د والي په توګه پاتې وي.

ارګ له عطامحمد نور سره د معاملې په اړه پټه خوله دی، خو جمعیت وايي چې له دوی سره يې د سفارتونو او وزارتونو ژمنې کړي چې باید پوره کړل شي.

په کندهار کې د دې ولایت امنیه قومندان چې د بشري حقونو د سرغړوونکو په لیست کې هم دی، هم د عطامحمد نور پلوي کړې او حکومت يې پر دسیسو جوړولو تورن کړی دی.

جنرال عبدالرازق تازه په یوه مرکه کې ویلي، عطامحمد نور مجاهد سړی دی او «د دې وطن لپاره يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x