دعالم او متعلم اخلاق

afghan_schoolمدرسه او پوهنتون هغه اداری دی چی مذهب او تمدن یی ژوندی ساتلی دی اوهمدا اداری به مذهب اوتمدن دتل له پاره ژوندی ساتی ددی اداروپه کم اوکیف پوری دمذهب اوتمدن وده او ترقی تړلی ده مدرسه اوپوهنتون هغه مهمی اداری دی چی دبشریت ددین اودنیاکارته یی وږی ورکړی دی اود همدی ادارو په انګړونوکی هغه انسانان اوسی چی دټول انسانیت دخیراوښیګڼی له پاره روزل کیږی .

په دی اداروکی مختلف علوم او فنون لوستل کیږی اوګڼ شمیر مضامین تدریس کیږی په دی مضامینوکی یومهم مضمون داسی ده چی دهغه په اهمیت او افادیت هیڅوک سترګی نشی پټولیدامضمون دومره مهم دی چی که له نوروټولو مضامینو پاموړ ونه ګرځول شی او خدای مکړه په هغه کی کمۍ او خلل راشی نورټول مضامین پیکه او بیخونده ګرځی .
که د علم اوپوهی تاریخ ته ځیر شودا مضمون هر وخت پاموړ ګرځول شوی دی او ددی مضمون اهمیت هرچا پیژندلی او له هغه نه مخ اړول او توجه نه کول یی لوی تاوان او خساره بللی ده دا مهم مضمون داخلاقو په نامه سره یادیږی اخلاق او هلم الاخلاق هغه اساسی مضمون دی چی دهغه له برکته نور ټول مضامین ګټور ګرځیدلی شی د علمی کړیو او ددی علمی ادارو له ډیرۍ چلوونکیو او منتظمینو نه نن صبا اوریدل کیږی چی په ټولیزه توګه په دی ادارو کی اخلاقی ګراف لاندی لویدلی دی او هغوی شکایت کوی چی اخلاقی حالت مخ پر زوړ روان ده په دی کی شک نشته چی داد اندیښنی وړ او یوه مهمه اوجدی موضوع ده باید له هرڅه مخکی پاموړ وګرځول شی که اخلاق او اخلاقی حالت مخ پر زوړ شی بیا له ملا نه بلا جوړیږی او دایمان خطر ګرځی او له ډاکټر نه اووه سری ښامار جوړیږی چی دخپلی خیټی په غم کی یی دنورو انسانانو دژوند اهمیت له نظره ولویږی او د درملو په ځای زهر ویشی زموږ هوښیارانو دنیم ملا اونیم ډاکټردخطر خبره په ښو مسجعو الفاظو سره کړی ده : نیم ملا خطر ایمان ، نیم طبیب خطرجان .
خو دبد اخلاقه ملا او بداخلاقه طبیب په اړه یی څه نه دی ویلی اویا به موږ نه یو پری خبر .
هوکی! د عالم داخلاقی نیمګړتیا په اړه عربی متل شته :
شر العالم (بکسراللام) شر العالم(بفتح اللام)


له دی اوږدی سریزی وروسته خپل مطلب ته راځو چی هغه د اخلاقو په مضمون خبری دی، زه په دی لیکنه کی دعالم او متعلم له پاره اسلامی اخلاق تشریح کوم او دڅلرمی هجری پیړۍ دیوه لوی مفکر، محدث، فقیه او خورا لوی انسان امام ابوبکر الآجری (۳۶۰هـ) رحمه الله تعالی له یوه غوره کتاب : (اخلاق العلماء) څخه دخپلی لیکنی له پاره آړ ټکی را توږم.
داستاد او شاګرد په منځ کی خورا مهمی اړیکی شتون لری، معلم یا ښوونکی د شاګرد لوی محسن او خیر غوښتونکی دی، ښوونکی او استاد ددماغو په ستړیا او نورو ګڼ شمیر بدنی ربړو اوستونزو سره پوهه ترلاسه کړی وی او له دی نه په زیاتی دماغی او بدنی ستړیا سره یی شاګرد ته رسوی، ددی پوهی په برکت ښوونکی انسانی کرامت، غوره اخلاق اونور ډول ډول فنون او علوم ترلاسه کړی وی او په ډیرو هڅو او دماغی ستړیا سره دا درانه او ارزښتناک څیزونه زده کوونکی ته رسوی او هغه پری پوهوی، بناء شاګرد چی دګڼو علومو او فنونو دزده کړی عزم او تابیه کړی وی باید له هرڅه مخکی په لومړی ګام کی دخپل ښوونکی احسان وپیژنی او دهغه په پوره احترام او درنښت سره ددی سترو احساناتو او ښیګڼو بدله څه ناڅه یوه اندازه ورکړی.
امام أبوبکر الآجری رحمه الله تعالی دعالم او متعلم دخپلمنځی اوچاپیریال او له خپل خدای سره داړیکو په اړه اخلاقی نورمونه په ډیره ښکلی توګه توضیح کړی دی، ناویلی دی نه وی پاتی چی أبوبکر الآجری رحمه الله تعالی دڅلرمی هجری پیړۍ له هغو نوماندو او وتلیو پوهانو نه شمیرل کیږی چی دښوونی او روزنی په ډګر کی یی خورا لوی لوی کارونه کړی دی، عملا یی لوی او ستر انسانان روزلی او اسلامی ټولنی ته وړاندی کړی دی او خورا په زړه پوری اوګټور کتابونه یی لیکلی دی، بناء دده له هغو مجربو اخلاقی اصولو څخه څو داسی اصول او آرونه را اخلو چی نن هم موږ دهغو خپلولو ته زیاته اړتیا لرو، اوپه خپلولو سره یی دنجات ریښتونی لاره موندلی شو، امام ابوبکر الآجری رحمه الله تعالی دا اخلاقی اصول په مجمله توګه داسی بیا ن کړی دی:

1–      دخدای ج په عباده کی پوره کوښښ  

آجری رحمه الله تعالی دعالم او متعلم له پاره له هرڅه مخکی له الله جل جلاله سره پخه اړیکه مهمه بللی ده دی وایی دعلم دلاری لارویان باید لوی څښتن ته له هرچا زیات ورنږدی وی دهغه په عبادن او نمانځنه کی دومره کوښښ وکړی څو ددی عبادت خوند او لذت حس کړای شی او هر وخت باید دالله جل جلاله په یاد او ذکر بوخت واوسی که فرضا په ذکر کی کمه سستی ورنه وشی نو ګومان به کوی چی له الله جل جلاله نه لری شو او دا سستی به یو لوی مصیبت بولی
د لوی څښتن دیاد اونمانځنی په مهال انسان خپلو ټولو حرکاتو اوخوځښتونو ته ځیروی او دداسی کنترول او ویښتیا په حالت کی انسان خپلی ټولی کړنی او عملونه له نظر لاندی لرلی شی او ددا ډول انتظام او کنترول په حالت کی انسان یوارزښتناک مخلوق وګرځی او پهټولنو کی دخیر کارونه همداسی ویښ اوځیر انسانان ترسره کوی او د درسی چارو او بوختیاو له پاره داسی ویښتیا اساسی شرط دی بنا‌ ء له الله جل جلاله سره پخه اړیکه او دهغه ذکر اویاد هغه ستر صفتونه دی چی له اخروی ګټو سره په ژوند کی ځواک اوخوځښت راولی او انسان خپلو وجیبو او مسؤلیتونو ته ځیر کوی

اصلاً دعبادت آرموخه دلوی څښتن رضا اود اخرت خوښۍ ترلاسه کول دی اوپه همدی موخه باید اذکار او عبادت ترسره کړل شی . امام أبوحامد الغزالی رحمه الله تعالی په خپله ښکلی رسالة : أیَها الولد! کی لیکی :
ته باید لهخپل رب سره داسی معامله او اړیکه ولری چی که له تاسره خپل مریونه او مزدوران هغه ډول معامله وکړی نو ته پری خوشاله کیږی او په هغه معامله سره هغوی ته نه په غصه کیږی نو ته جی له خپل مریۍ نه کومه معامله ځان ته خوښوی له خپل حقیقی څښتن سره هم هغه ډول معامله غوره کړه.

 

2–      په ســــوچ اوفــــــــکر او عبرت اخیستنه بوخت اوسیدل

مونږ ډیر ځله ځینی توری دعمومی شهرت په اساس کارووخوپه مطلب یاد منطقیانوپه ګای په (کَنهَ) یی نه پوهیږومتأسفانه نن د استادی فن هم ډیره وده کړی ده او ډیر پوره بی خبره خلک د استادی درانه اوپه مسؤلیتونو بارممبرته ختلی دی استاد باید د درس په مهال دیوه ادنی او کم فهمه شاګرد ذهنی سویه غوره کړی اوپه خپل درس کی یوتورۍ هم بی تشریح پری نږدی دلته دامام أبوبکر الآجری رحمه الله تعالی په دی اصل کی څو مشهورو تورو او الفاظو ته تم کیږو چی سره ویی پیژنو او هغه دا لاندی دری توری دی :

فکر

 

تدبر

 

اعتبار

فکر: دقرانی الفاظوڅیړونکۍ امام راغب الاصفهانی فکر داسی تعریف کوی: دعقل په لید او نظر سره دمخصوص دماغی ځواک کارونی اوځغلونی ته فکروایی . فکر په معنویاتو کی کارول کیږی مطلب دا چی فکر دی ته وایی چی دیوه شی حقیقت ته درسیدلو په موخه دهغه شی ژوره پلټنه اوڅیړنه وشی داد فکر عامه معنی شوه او قرانی تفکر دی ته وایی چی انسان په یوه شی کی ددی له پاره سوچ اوفکر وکړی څو له هغه شی نه دپند او عبرت مواد ترلاسه کړی .

تدبر: دڅیزونو په پایلواو عواقبو کی نظر کولو ته وایی او تدبر تأمل ته وایی او تدبر او تفکر په خپلو کی سره نږدی یواځی اعتباری توپیر لری

اعتبار: د تفکر اوتدبر پایلی ته اعتبار ویل کیږی

دعالم او متعلم له پاره سوچ فکر اوتدبر خورا مهم ده او له فکر او تدبر نه ګټه پورته کول یعنی اعتبار له هغه نه هم زیات مهم دی امام ابوبکر الآجری رحمه الله تعالی وایی : عالم او متعلم باید همیشه په فکر او اعتبار بوخت واوسی خپلو کړمو او نیمګړتیاو ته ځیر او متوجه وی او دخپلو ټولو کړنو او اعمالو مراقبت او څارنه کوی قرانکریم انسان په مختلفو ځایونو کی سوچ ، فکر تدبر او اعتبار ته رابللی دی :

قل انظروا ماذا فی السموت والارض

إن فی خلق السموات والأرض واختلاف اللیل والنهار لآیات لأولی الألباب

أفلا یتدبرون القران ….

ان فی ذالك لعبرة لمن كان له قلب او القی السمع وهو شهید

فاعتبروا یا أولی الأبصار

امام ابوبکر الاجری رحمه الله تعالی په دی اړه ډیر زیات ټینګار کړی دی دی وایی په غور او فکر سره ډیر کم درس ویل له خورا ډیرو درسونو نه غوره اوښه ده له سوچ او غور پرته درس هیڅ ګټه نلری که موږ کسبی او نظری هرډول مضامین لولوبی له ژور سوچ اوفکر نه هغه نشو هضمولی او نه پری پوهیدلی شو او له ژور سوچ اوفکر پرته یی استاد شاګرد ته نشی رسولی متأسفانه نن دسوچ او تفکر نشتوالۍ هرځای لیدل کیږی ډیرځایه تش تقلیدی چمونه او رواجی نخری په بیخونده توګه تکراریږی او دا لامل دی چی داډیره موده له نوښت او پرمختګ محروم او بی برخی پاتی یو

په درس او تدریس او بل هر کار کی سوچ او فکر له هرڅه مهم او ضروری دی د سوچ او فکر ګټی په دا لاندی څو ټکو کی خلاصه کوو دسوچ او تدبر په برکت سره:

  • عالم اومتعلم له ړانده تقلیداوبی ګټی پیروی نه ژغورلی شی.
  • په سوچ اوتدبر سره عالم اومتعلم بیداری ترلاسه کولی شی اوفکری اوقلبی ویښتیا به یی په برخه وی .
  • عبرت اوپند ترلاسه کیدلی شی .
  • له بو اوبیګټی کارونو څخه یی ځا ژغورلی وی .
  • دهر ډول ښه ،غوره او مقبول شی اوعمل منلوته به په فکری او ګروهیزه توګه چمتو وی .
  • دعلم په زده کړه او عبادت کی به تکړه وی اولیوالتیا به یی زیاته وی.
  • له بیځایه تکبر اوغرور نه به په امن وی او په کارونوکی به جدی اوکره وی .
  • په خپله فکر او تدبر به وپیژنی او دهغه ګټی به عملا ورته څرګندی شی او له دی ګټو به نور ناخبره یاران خیر کړی اوشاید دا دټولیزی ویښتیا او بیداری لامل وګرځی .

 

3-       د ځان تزکیه نـــه کـــــول

 

دامام أبوبکر الآجری رحمه الله تعالی په پیر کی په اسلامی امت کی پریمانه مذهبی ډلی ټپلی موجودی وی چی هرچا به ځانونه ترنورو ښه اوپر حق برابر بلل اونوذ به یی بد اوبیلاری بلل امام آجری وایی چی واقعی عالم اومتعلم اودعلم اوپوهی په غوښتنوبرابر عالم اومتعلم باید دځان له تزکیی او پاک بللوډډه وکړی او که هرڅومره زیات عبادت کوی او ډیره تقوی لری باید ځان ګناه ګار اوخطاکار وبولی .

دلته یوی مهمی نکتی ته تم کیږو حضرت مطرف بن عبدالله بن الشخیر رضی الله عنه یو صحابی دی . دی وایی: کفی بالنفس اطراءً أن تذمها علی الملأ کأنک ترید بذ مها زینتها وذالک عند الله سفه ٌ..
امام ابن الرجب الحنبلی رحمه الله تعالی دحضرت مطرف رضی الله عنه ددی خبری په تفصیل کی لیکی: کله داسی پیښیږی چی یوڅوک دخلکو په منځ کی دځان کمزوری بیانوی په دی موخه چی ناست خلک یا یی مریدان په دی سره ستاینه وکړی دی وایی چی داد (ریا) ډیره ژوره او دقیقه طریقه ده چی ډیرۍ خلک دی ته نه دی ځیر ابن الرجب دخپلی دی خبری له پاره داستناد په توګه دحضرت مطرف رضی الله عنه خبر راخیستی ده اوپه دی کی شک نشته چی دا ډول ریا نن ډیره ده او له بده مرغه په خواصو کی ده او دی ټکی ته مو اشاره ځکه وکړه چی دخواصو کړمی او نیمګړتیاو دعوامو له هغو مخکی پیژندل په کار دی نودا که څه هم ظاهرا دځان ذم بیانول دی نه تزکیه خو دا اصلا تزکیه ده او په دی اړه موږ خبره روانه کړی ده چی دځان تزکیه شریعت ناروا کړی ده قرانکریم وایی : فلا تزکوا أنفسکم هو أعلم بمن اتقی اوبل ځای وایی : والذین یؤتون ما أتوا وقلوبهم وجلة أنهم الی ربهم راجعون . ددی وروستی ایت په تفسیر کی راځی : یعنی هغه څوک چی یوڅه چا ته ورکوی دوی ویریږی چی دا ورکړه به یی الله جل جلاله ومنی اوکه نه او دا ویره یی له دی کبله وی چی په شعی واجباتوکی به یی کمی اوتقصیر کړی وی .

دریښتونیو مؤمنانو همدا مقام دی او داخلاص همدا غوښتنه ده نوپه عالم او متعلم کی باید دا صفت په پوره معنی شتون ولری که دا صفت په چا کی پیداشی ډیری ګټی به ترلاسه کړی چی مهمی یی داسی دی:

  • په دی سره په انسان کی تواضع اوعاجزی راځی او تواضع دلویو خلکو له غوره صفاتو نه یو مهم صفت دی او له ارزښته یی هوښیاران ښه خبر دیی .
  • په دی سره به عالم او متعلم خپل علم اوپوهه الهی ورکړه وشمیری او دتکبر او غرور له هلاکوونکی وبا به یی ځان ژغورلی وی .
  • په چا کی چی تواضع ، عاجزی پیداشی او له تکبر اوغرورنه نجات ومومی او علم اوپوهه خپل کمال نه بلکی الهی ورکړه وبولی په هغه کی به دریم لوی صفت هم پیداشی چی هغه دنورو دنظر احترام او درناوۍ ده او که له چا سره اختلاف کوی هغه به حق ته درسیدلو په موخه وی نه په کوم بل ټیټ غرض او لویدلی موخه.

ډیر داسی خلک لیدل کیږی چی له یوه بل سره یی درانه مخالفتونه وی خو له بده مرغه دا مخالفتونه حق ته درسیدلو په سپیڅلی موخه نه وی ولاړ بلکی ډیرۍ یی ځانونه حق بولی ! او دځان دبرلاسه کولو له پاره هڅی کوی زموږ ککړ نفسونه تلونکی اوبی ارزښته دی حق حق دی اوتل به روښانه اوځلاند پاتی وی حق ډیر مقص او لوی دی دخق پر سر له هرچا سره مخالت اصولی کار دی او دحق په پلوی کی که یوڅوک ددښمن پښو ته هم ولویږی سرلوړۍ اوغیور باید وبلل شی خو دا یرلوړی اوغیرت په هغه چا کی پیدا کیدلی شی چی په خپل ککړ نفس دپښو کیښودلو توان اوځواک ولري.

 

4-      دوجدان روزنه :
انسانی نفس او دهغه پټو او باطنی ځواکونو ته (وجـــــــــدان ) وایی عالم او متعلم بایدخپل وجدان وروزی الله جل جلاله ته دوجدان تذلل او دهغه پیروی د وجدان روزنه ده چی په پایله کی په انسان کی د الله تعالی ویره او ژړا پیداکیږی او په دی سره دانسان روح پاکه او په زړه کی یی د ادراک او تحلیل ځواک ځای ونیسی نو دژوری پوهی او علم څښتن چی د وجدان د روزنی په ګاڼه وپسولل شی د هغه په اړه قران کریم وایی : ان الذین أوتوا العلم من قبله اذا یتلی علیهم یخرون للاذقان سجدا
(سورة الاسراء ایت نمبر ۱۰۷)
دا هغه ستر اخلاقی اصول دی چی له پیړیو راهیسی هروخت ګټور او کار ګر ختلی دی او که نن یی موږدخپلولو هڅه وکړوکولی شو خپل کمزوری نفسونه د الله تعالی دین ته ایل کړو او خپل چاپیریال تغیر کړو دا په رواجی او تقلیدی نیمګړیو خویونواو خصلتونو ککړ چاپیریال په دی غوره اصولو سره مینځلی اوسپیڅلی کولی شو . ولله عاقبة الأمور

لیکنه: وزیر حامد



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.