د نن سرلیکنه

د ملي ماتم پر ورځ د واک سیالي!

پرون په هیواد کې د ملي ماتم ورځ وه. دغه ماتم د هغو ۲۵۰۰بیوزله شهیدانو په ویر کې وه چې د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې ژوندي ترخاورو لاندې شوي ول. په ټول هیواد کې عام ولس په دغه ویر، ویرجن او هرځای د شهیدانو لپاره له الله تعالی څخه د مغفرت او بازمانده ګانو لپاره یې د جمیل صبر سوالونه کیدل .
په هرات، کندهار، ننګرهار، غزني، خوست او… کې د پیښې له قربانیانوسره د خواخوږۍ په نیت د قرآن کریم ختمونه کیدل، او په یوشمیر ولایتونوکې له هغوی سره د همدردي په نیت مالي مرستې راغونډیدلې.
خو دا هرڅه د عامو افغانانو لخوا ترسره کیدل، سیاسي او دولتي چارواکي د ویر او ماتم له ټولو مراسمو مستثنا ول.
هغوی لکه د پخوا په شان په دې ورځ هم د واک په سر په غورځو پرځو بوخت ول .
د هیواد لومړی نمبر مشر په ارګ کې مجلل مجلس دائر کړی و ترڅو د ټاکنو د دوو په اصطلاح مخکښو کاندیدانو ترمنځ سازشي جوړه وکړي او د کابل ښار په زړه کې بیا د کابل ښاروال او په اصطلاح د ولس د استازیو ترمنځ د مقابلې بیرغونه هسک شوی ول.
هر یو پر بل تور پوري کاوه چې جانب مقابل یې په فساد کې ښکیل دی او دوی یې د ګوښه کولو غوښتنه کوي.
هاخوا په ویرځپلي بدخشان کې یواځې عادي کلیوال او د قربانیانو خپلوان په ډیرې بیوسۍ سره د خپلو وژل شویو عزیزانو په لټه کې ول.
هغوی د نړیوالې ټولنې امریکا او ناټو له ټول موجودیت سره سره په خپلو لاسي وسائلو بیل او کولنګ سره د خاورو او ډبرو په منځ کې خپل ورک شوي خپلوان لټول، ماشومان او تورسري یې همداسې په وچه بیدیا سره لمرته ورته پنډ ول.
دولتي چارواکي د دې لپاره چې له مصیبت ځپلیو سره د مړیو په را ایستلوکې مرسته وکړي په اسانه یې له دې لویه مشکله ځان خلاص کړ، د ژغورني عملیات یې متوقف او هماغه سیمه یې د ډله ییزو شهیدانو د غونډۍ په نوم ونوموله.
په ریښتیاسره چې د هیواد دغسي زړه بوږنوونکي حوادث او د هغو په مقابل کې د دغسي بي ضمیره چارواکو بي پروايي د هر با احساسه انسان زړه دردوي.
څښتن تعالی دی نور زمونږ هیواد او هیواد وال د دغسي آفتونو له ویره محفوظ لري . (آمین)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x