رازق: حکومت هغه څه کوي، چې پاکستان يې غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهارامنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي حکومت هغه څه کوي چې پاکستان يې غواړي.

جنرال رازق په کندهار کې له يوې محلي راډيو سره په خبرو کې ويلي، د حکومت له لوري د دسیسیو جوړول، قومونه د یو بل پر ضد هڅول، له ځینو سیمو سره توپیري چلند کول هغه څه دي، چې حکومت يې کوي او پاکستان همدا غواړي.

رازق په ټاکنیزو ناندریو کې د ولسمشر غني ملاتړ د مجبوریت پر اساس بللی، خو له څرګندونو يې ښکاري چې په دې چاره پښېمانه دی.

هغه ګډ حکومت د خلکو په منځ کې پر نفرت او بې اتفاقۍ اچولو تورن کړ او په وینا يې د همدې حکومت په جریان کې نه امنیت ښه شو او نه مو هم د ۲۰۱۴ میلادي کال اقتصادي حالت حد اقل پخپل حال پاتې شو.

رازق ويي، په امنیتي برخه کې موږ لس چنده په شا تللي يو او په وينا يې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې یوازې درې ولسوالۍ سقوط وې خو اوس يې شمېر ۳۰ ته رسېږي.

هغه زیاته کړه، په اقتصادي برخه کې هم پر شا تللي یو، له هېواده سرمايي تښتېدلې دي او حکومت په قومونو کې د نفرت اچونې له ګټې خپل غله مقرر کړي دي.

هغه ولسمشر غني تورن کړ، چې کارونه يې یوازې تلویزوني او فیسبوکي تبلیغات دي، په وينا يې ټول خلک په فیسبوک نه غولېږي.

جنرال رازق حکومت چورلټ نامشروع وباله او حتی د دې حکومت له لوري مکتبونه يې نا قانونه وګڼل، هغه د تبسم راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت يې د لرې کولو مکتوب ورته ولېږي، څه به وکړي، وویل «دا حکومت انتخابي حکومت نه دی چې خلکو ته مکتوب ولېږي.» دا د یو جوړجاړي له مخې رامنځته شوی دی.

نوموړي نه یوازې دا چې د عطامحمد نور ملاتړ وکړ، بلکې پخپله يې هم په زغرده وویل، چې حکومت يې د لرې کولو وس نه لري.

رازق عطامحمد نور په اړه وویل «هغه مجاهد سړی دی، دې وطن کې يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.»

رازق حکومت ته مشوره ورکړه، چې پخپل منځ کې یو بل ته پر دسیسو چې وخت او پیسې مصرفوي، ښه به وي چې د مخالفینو پر ضد يې مصرف کړي.

هغه د خپلو غلطیو بښنه هم وغوښته، خو د بشري حقونو پر راپورونو سربېره يې د شخصي زندانونو له لرلو له يوې مخې انکار وکړ.

ارګ لا هم د جنرال رازق د څرګندونو اړوند چوپه خوله دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالکریم
میلمه
عبدالکریم

دا عین او غین بچارہ گان دومرہ کم ،وزری دہ سی یووالی ہم لہ خفلی چوکی نشی کشتہ کولای نوداخوچندانی حکمت ندہ دہ طالیان نو امیرسہ امروکہ نو پہ سعات کی ٹول والیان بدلوی نودغ تہ امیروای دا ع او غ بچارہ گان بہ اخیرسہ کوی

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

بلکل خداى دې د افغانستان پلوه تالبان بيا بريالي کړي.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

حکومت که په دموکراتیکو درغلنو ټاکنو هم رامنخته شوی وی، هم نامشروع ځکه چه لمړی هیواد اشغال او ټآکنی د زور، زر او تزویر په مت تر سره کوی ، دوهم د ع او غ مقرری خو بلکل خو هماغه د کرزی مقری وه صرف په دومره توپیر چه هغه په بن او دا د کابل مګر د امریکا سفارت کی ترسره شوه ، دریم غیر مشروعیت یی دا چه باید یو ریس وی بی قانونه دوه ریسان وتاکل شول لکه یو جغ کی چه دوه غوایان یو شمال او بل جنوب ته زور کوی . څلورم : غنی امریکایی… نور لوستل »